سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهتېر کال لسګونه زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

تېر کال لسګونه زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

تاند (چهارشنبه، د ثور ۱۲ مه) د احصایې او معلوماتو ادارې نن (چهارشنبه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغو ۲۷ زره او ۹۱۴ بهرنيو وګړو د هوايي ډګرونو او مځکې له لارې افغانستان ته سفر کړی دی.
د دې ادارې پر اساس، په تېر یو کال کې د ۶۷۵ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۵ زره او ۱۵۳ تنه بهرني وګړي افغانستان ته ورغلي او ۱۲ زره او ۷۶۱ نور، چې له دې ډلې ۴۹۵ یې ښځې دي، له دغه هیواده بېرته وتلي دي.
د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ راتګ د نیمروز بندر، د هرات له هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل هوايي ډ‌ګر له لارې شوی دی.
 
خو ډیری بهرنيو سیلانیانو بامیان، هرات، کندهار، ننګرهار، غور، بدخشان، کندوز، پکتیا، خوست، نورستان، بلخ، سمنګان او کوڼر ولایتونو لته سفر کړی او د دغو ولایتونو د سیل ځایونه یې کتلي دي.
د طالبانو له واک ته رسیدو سره ناامني کمه شوې او اوس له ډېرو کلونو وروسته داخلي سیلنیان ډېر شوي دي. نورستان، بامیان او نورو د سیل ځایونو ته زرګونه افغانان سفر کوي خو که د طالبانو راز راز محدودیتونه نه وای ښايي هم کورني او هم بهرني سیلنیان د دې څو برابره زیات وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب