چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهد کابل مدرسو کې د پاکستاني ملایانو د حضور ادعاوې

د کابل مدرسو کې د پاکستاني ملایانو د حضور ادعاوې

 تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۲ مه) په یو شمېر ویډیوګانو او عکسونو کې چې ادعا کیږي، د طالبانو تر واک لاندې د کابل مدرسو پورې اړوند دي؛ یو شمېر تدریس کوونکي ملایان پاکستانیان ګڼل شوي او په حضور یې توندې نیوکې شوي.

دغه اسناد په لومړي ځل، د پرځیدلي جمهوري نظام د لومړي مرستیال امرالله صالح اړوند « زرغون بهیر» خپاره کړي.

یاد شوی بهیر له وروستیو راهیسې په پرله پسې ډول، د طالبانو له محرمو ادارو څخه د استخباراتي معلوماتو او نورو افشاګریو ادعاوې کوي او ځینې ادعا شوي اسناد خپروي.

امرالله صالح او ورپسې نن یوې هندي رسنۍ د کابل یوې مدرسې ته د منسوب کړو خپرو شویو اسنادو له خپرولو سره، نن ادعا کړې چې یاد شوي ملایان د پاکستان د لشکر طیبه غړي دي او د کابل مدرسو کې د طالبانو لپاره افراطي جنګیالي روزي.

د طالبانو د رژیم چارواکو او ویاندویانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، عصري زده کړې د دوی له لوري کمرنګه شوي او پر ځای یې د طالبانو په خوښه برابرې مدرسې زیاتې شوي، چې نیوکو سره ملې دي.

د طالبانو ګڼو مشرانو او چارواکو خپله هم پاکستاني ملایانو نه زده کړې کړي او په عمومي ډول دغو ملایانو ته زیات درناوی لري.

13 COMMENTS

  1. پکه دا دې لا بله سپکه !
    دوی به د ملایانو په لباس کې پنجابي استخباراتي ځري وي . افغانستانه الله د مل شه !

  2. خبریال احمدی ډیر کمزوری خبر دی د ډیری کمزوری رسنی رانقل کړی دی او بیا دی ډیر کمروری تحلیل ورباندی کړی دی عالم که پاکستانی وی که هندی عالم دی ددین تدریس کوی د اندونزیا نیولی تر مراکش ټول اسلامی هیوادونه د إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ الحجرات۱۰ د حکم په بنیاد وروڼه دی یو امریکایی او یا اروپایی کولی شی په افغانی پوهنتونونو کی تدریس وکړی هیڅوک نه پری خفه کیږی اګر که مسلمان هم نه وی ولی د یو عالم تدریس ته دونه په په سپکه سترګه کتل کیږی په دری کی یو متل دی (درد هر چیز میرود ولی درد شکم نمیرود ) د امرالله (چچکی شش ونیم صبح ) د ګیډی درد به هیڅکله هم ارام نشی ټول افغانان یی ښه پیژنی هیله کوم بیا ځل داسی کمروی راپورونه مه نشروه والسلام

  3. دا به هغه د تا په اصطلاح عالمان وئ چې، افغانستان کې جهاد روا او پاکستان کې نا روا او د افغانانو وژل یې روا ګنړل؟
    ایا عالم له ماشومانو سره په مدرسو کې لواطت کوئ؟ دا چې د دین په نامه په دغو مدرسو کې له ماشومانو سره څه کيږى، د هغې په یادولو زه شرمیږم.
    د شمال ټلوالي لڼډغري او ټرلیب ځناورو اعمالو کې ډیر توپیر نه لیدل کيږئ. دواړه غلامان او دواړه د افغانستان په تاوان دئ.

  4. دا منو چی عالم ‌د هر هیواد وی عالم دی او دین زده کړې هر هیواد کښې ورکولی شې ولی پاکستانی عالم دپه دنیا کی عتبار نلرې او ټول یې دې ISI داستخباراتو صهیونستې شبکې غړې دې هندی عالم افریقایې عالم اروپایې عالم زمونږ ورونه دې ولی پاکستانی عالم زمونږ دسر دشمن دې په هیواد کښې یې نه منو هر هغه څوک چې د دې عالمانو دفاع کوې هغه هم د افغانستان دشمن دې او خپلی ګټې په پاکستانی استخباراتو کښې وینې افغانستان نن ورځ دومره عالمان لری که ټولی اسلامې نړې ته ولاړشی مدرسو کښې درس ورکړې بیا هم اضافه پاتی کښیږ

  5. هر افغان چي په ترتيب کولای شي د داسي عالم مخه بايد ونيسي ، که مو په پاکستان د تالبانو د روزني مخه نه شوای تړلای پردی ملک وو دلته په خپل وتن کي بايد دمره غيرت خو وکړو چي د مدرسو مخه يي په زور ونيسو. دا نجسان يا بايد له منځه يوړل په هر ترتيب چي وي ولو که که د سپو په داړلو هم وي.

  6. هغه کسانو چی دا بی دینه په نامه عالمان او د ای اس ای خینزیرانو لاهم عالم وای او دوې دا منافقین په دا پنځوس کاله کښی و نه پیژندل دا کسان خپله مور هم نه پیژنې. دا تنها د افغانستان دښمنان نه بلکه د اسلام دښمنان دې دایم همدی خینزیرو اسلام بدنامه کړې ده

  7. عبدالرشید صاحب
    که زما او ستا په جوماتونو کې د ملایانو کمبود وي، شل ځلي خو دي راشي. که له بهره کوم نجار یا ګیلکار راشي هم باید پرې نیوکه وکړو. موږ په خپله بي شمیره ملایان لرو، افغانستان اوس ټولې اسلامي نړۍ ته ملا او چړي صادرولی شي نو ضرورت نه شته چې د آی اس آی نوکرانو ته خپل جوماتونه خالي کړو.
    له پاکستان نه عادي ملا نه راځي مګر دا چي د آی اس آی کس وي او د خاصې وظیفې دپاره به راځي.

  8. پنجابیانو د افغان ملت جهاد وخت کښی د تنظیمونو او د طالبانو مدرسو شعارونو لاندی د خپلو کثیفو پلانو لپاره د امریکا په ډالرو تربیه کړی دی او دا اساسی تربیه شوی مضر عناصر نظر خپلو پلیتو پلانو لپاره د امریکا په کومک سره بدلوی او افغانستان اوس د پنجابیانو له خوا اداره کیږی او د پنجابیانو په امر دا کامل جاهل غلامان لګیا دی چی ټول مکتبونه او پوهنتونونه په قادیانیو مدرسو او قادیانیو شرعیاتو بدل کړی او جلکۍ د لوستنی ، لیکنی او د لوړو تحصیلاتو څخه منع او میرمنی په کورونو کښی زندانی وساتل شی اوس افغانستان د پنجابیانو له خوا اداره کیږی او د کوزی پښتنو پنجابی اصلیت اوس ښه تره څرګند شو !!!!

  9. له پاچا ورور پښتم چی ته په کومه مدرسه کی پاتی شوی یی چی داسی بده خاطره ورڅخه لری اودومره غلیظ تورونه په مدرسو لګوی تر څو مونږ هم احتیاط وکړو ، ډیرو وروڼو په پاکستانی عالمانو یو مخیز د ای ایس ای تور لګولی نه پو هیږم چی دا ټی ټی پی بیاڅوک دی هر تور لګول باید د اثبات لپاره له ځانه سره دلیل ولری ځکه چی الله تعالی په سوره نور کی د زنا د دتهمت لګونکی لپاره اتیا دری سزا ټاکلی او دهمیشّ لپاره ره د ریښتونو شاهدانو له ډلی محروم کړی او سوره حجرات کی دا رنګه فرمایی( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ 12) ای مومنانو د ډیرو ګمانونو نه ډډه وکړی ځک چی بعض ددی ګمانونو ګناه ده تجسس (عیب پلټل) هم مه کوی او یو د بل غیبت هم مکوی ایا یو ستاسی خوښ ګڼی چی د خپل مړ ورور غوښی وخوری پرهیز ګاری وکړی الله توبه قبلونکی او رحیم دی.

    • بسم الله ته د پاچا ځواب، که واقعیت درته اووایم ، ما په ټول عمر کثیفستان لیدلي هم ندئ، بنآ د دغو تجاربو او یر ګذشت شاهد ته په خپله یې. ما په راس الخیمه اماراتو کې اسلامي زده کړي کړئ. هلته الحمد لله د قوم لوط په ناروغي اخته کسان نسته ځکه خلکو دین په هغه ژبه زده کړي په کومه ژبه چې نازل سوي. د پاکستاني مقلدینو مشر د بغیو او شرابو سره مړ ومندل سو. بل د تاسو کارنامې خو له خلکو پټې ندئ، د آب او برق، پاسپورت ریس ویډیو دي په مجازي سایټونو کې ستاسو د واقعیت چیغي وهئ. د تا مشرانو خپلې خزي په کراچي کې ایله کړئ او لغړزني یې له ځانه تاو کړئ.
      د احتیاط لپاره خپل اولاد مدرسو ته مه لیږه هڅه وکړه خپل کور مدرسه کړئ. تا د سوره حجرات آیت ریفرنس کړئ، هر آیت ځان ته سبب د نزول لرئ . ته به داسې وکړئ چې سبب د نزول د دې آیت لوستونکو ته بیان کړي له هغه وروسته بیا به نوره لارښوونه درته وکړم، خو زه باید پوه سم چې ته د وخت په ضایع ارزي او که نه؟
      د پاکستاني مدرسو د مفعولانو طرفداري مه کوه افغانان بیا در سره حساسیت پیدا کوئ. او که دی بیا دومره خوښ وي نو بیا دلته افغانستان کې څه بلا غواړئ ورشه چې واسکټ در اوغندي او جهنم ته د ولیږئ.

  10. پاچا خان سلام : تا لیکلی چی ما په راس الخیمه کی اسلامی زده کړی کړی تر کومه ځایه چی ستا لیکل لولم دهغی نه دالحاد بوی راځی دسبب نزول د کلیمی نه دی داسی ښکاری چی ته هم نیم قران منسوخ کڼی که نه مهربانی وکړه سبب نزول یی ته بیان کړه چی زه ورنه مستفید شم که نه ددجال په دی مډیا دومره مه باوری کیږه هسی نه چی د جهنم کندی ته ور پریوزیږی،

  11. وعلیکم السلام، دا چې ، تا ومنله چې نه پوهیږي او غواړي ځان پوه کړئ نو په دا دلیل زه ستا ستاینه کوم او هغه نور د الحاد او تحریف القرآن له چټیاتو او چرندیاتو در تیریږم. په تفسیر البغوي یعنی د الحسین بن مسعود البغوي اووم (٧) جلد او ٣٤٥ پاڼه کې سبب د نزول د ١٢ ایت سوره الحجرات کې داسې لیکل سوي. د یوې غزا په وخت کې رسول ص سلمان الفارسي رضی چې اقتصادي وضعه یې چندان ښه نه وو د خوراک او څکاک مسولیت دوه موسرینو ته سپارلی وو. کله چې د ډوډۍ د خوراک وخت راغى سلمان الفارسي رض باندې خوب راغى او ویده وو. کله چې له خوبه را ولاړ سو هغو دوه موسرینو ته ورغى او د ډوډۍ غوښتنه یې تري وکړه. هغوې ورته وویل چې ډوډۍ خو ندي پاتې ولاړ د رسول ص خازن أسامة بن زيد رض ته ورشه او ورسره اوګوره که ډوډۍ پاتې وي. أسامة بن زيد رض هم ورته وویل چې ما سره څه ندي پاتې. بیا سلمان الفارسي رض هغه دوه موسرینو ته ورغى کومو ته چې، رسول ص د خوراک د تهیه مسؤلیت
    سپارلي وو. دا ځل هغوې ورته وویل چې ولاړ شه هلته د اصحابو یو ډله ناسته دي او له هغوى وپوښته که څه ورسره وي. هغوې هم منفی ځواب ورکړ ځکه غربت وو. بلاخره بیا سلمان الفارسي رض موسرینو ته ورغى او دا ځل هغوې ورته وویل چې که چیرته مونږ تا د اوبو څاه ته هم ولیږو نو ته خالي لاسونه راسي. دغو دوه موسرینو دا نه منله چې ، أسامة بن زيد رض سره په خزانه یا ډیپو کې څه نسته نو په تجسس او تشبس باندې یې لاس پوري کړ او د سلمان اوفارسي او أسامة بن زيد رض په هکله د غیبت په شکل خبري وکړي. کله چې دا دوه موسرین له رسول ص سره مخامخ شول نو رسول ص دواړه مخاطب کړل او ورته یې اوویل چې ستاسو په خوله کې غوښه وینم. هغوې په ځواب کې وویل چې مونږ خو خوښه ندي خوړلي: قال رسول ص، بل ظللتم تأكلون لحم سلمان و أسامة، فأنزل الله عزوجل- ياأيها الذين آمنو اجتنبوا كثيرا من الظنْ… إلى اخر الایه. نو رسول ص ورته وویل چې ستاسو په خوله کې د سلمان او أسامة غوښه دي او الله ج دا آیتونه نازل کړل.
    نتیجه: سبب د نزول د آیت دا وو چې ما درته له معتبر تفسیر څخه بیان کړ خو حکم یې عام دئ. یعني سبب د نزول یې خاص دي خو حکم یې عام دي. او بله دا چې دا آیت دا ثابتوي چې رسول ص علم الغیب نه درلود لکه څرنګه چې قبر پرست انحرافي صوفي ډلې او روافض عقیده لري.
    هر څوک چې عقیده ولري چې، قرآن کامل کتاب ندئ او په تحریف د قرآن ایمان ولري له اسلام سره هیڅ تړاو نلرئ په فتوا دی اجماع د اهل سنت والجماعه.
    زه پوهیږم چې تا هغو ملایانو ته غوږ نیولي چې پیتاوي قصې په ممبر کوي او خلکو ته د پوښتنو حق نه ورکوئ. اسلام په دلیل ولاړ دئ. که یو څوک درڅخه د دلیل پوښتنه کوئ نو سمدستې د الحاد او نورو تکفیري الفاظو له استعمال څخه ډډه کوه.
    د نورو معلوماتو لپاره البغوي تفسیر ته مراجعه وکړه.

  12. البته بخښنه غواړم د ما کیبورډ د اصلاح اپلیکیشن لري ، زه يو څه لیکم هغه بل څه ترې جوړ کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب