پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبشعرله خداى سره خبرې" شاعر: رابندراناتهـ ټاگور

له خداى سره خبرې” شاعر: رابندراناتهـ ټاگور

ژباړه: ګل رحمن رحماني

خوب مې ليده

خداى راسره خبرې کولې
ويې پوښتل: نو ته غواړې چې له ما سره خبرې اترې وکړې؟
ځواب مې ورکړ

که وخت لرې، هو!

    په خوښۍ يې ځواب راکړ: زما وخت لايتناهي دى

ستا په ذهن کې څه دي چې له ما يې پوښتې؟
ومې پوښتل: د بشر کومه کړنه تاسې ته ډېره د تعجب وړ ده؟

 خداى پاک ځواب راکړ:

دا چې هغوى له خپل ماشومتوب نه ستړي شي.

 بېړه يې دا وي چې ژر لوى شي

  خو وروسته بيا د خپل ماشومتوب حسرت او يادونو اخيستي وي

  دا چې خپله سلامتيا د پيسو تر لاسه کولو کې ګوري

   او وروسته همدا پيسې په خپله سلامتيا لګوي
دا چې په اندېښنې سره د خپل راتلونکي په اړه فکر کوي

  حال زمانه يې هېرېږي

  په دې توګه نه په راتلونکي کې ژوند کوي او نه په حال کې
يا دا چې داسې ژوند کوي لکه چې هېڅکله نه ځي

   په داسې ډول مړه کېږي لکه هېڅ يې چې ژوند نه وي کړى
خداى زما لاسونه ټينګ کړل

  او د يوې شېبې لپاره غلي شوو

وروسته مې پوښتنه وکړه:

  د انسانانو د خالق په توګه

  غواړي چې هغوى له خپل ژوند نه څه درسونه زده کړي؟
خداى په خوښۍ ځواب راکړ:
هغوى دې ياد کړي چې نه شي کولى يو څوک په زور ملګرۍ ته اړ کړي

  خو کولى شي چې په نورو مين شي.
دوى بايد دا زده کړي چې له نورو سره

د ځان پرتلنه سم کار نه دى
په بښلو سره دې

   بښنه ياد کړي
بايد په دې پوه شي چې د خپلو ملګرو په زړه کې

 د ژورو ټپونو جوړول يواځې دڅو ثانيو کار دى

 خو ددې ټپونو رغول کلونه کلونه وخت نيسي
دوى بايد پوه شي چې شتمن هغه نه دى چې ډېر شته لري

   بلکې شتمن هغه کس دى چې ډېرو کمو څيزونو ته اړتيا لري.
دوى بايد زده کړي  چې هغه خلک دي

چې له هغوى سره مينه لري، خو په دې نه پوهېږي

   چې خپل احساسات څه ډول څرګند کړي؟
دوى دې زده کړي چې دوه کسان کولى شي

  پوه شي ته وګوري

خو په توپيري ډول يې وويني
دا دي ياد کړي چې د تل لپاره دا بسنه نه کوي چې نور هغوى وبښي

   بلکه خپله دې هم ځانونه وبښي
په عاجزۍ سره مې وويل:

  مننه چې خبرې دې راسره وکړې
ايا داسې نور څه هم شته چې بايد ستا بندګان پرې پوه شي؟
خداى په خوښۍ راته وکتل او وويل:

   بس همدومره چې پوه شي زه دلته يم

   د تل لپاره !

  يادونه: دا شعر مې د ټاګور له يوه انګريزي  شعر نه ژباړلى، منځپانګه او مفهوم ته يې د يوه  مسلمان نه، بلکې د يوه هندو وګړي د فکر او زوايې نه وګورئ او دهغوى د فکر هنداره يې وبولئ، يوازې عمومي مفهوم يې چې ځان پېژندنه او ځان موندنه ده؛ ګډ پيغام لري. لاندې يې انګريزې متن هم درسره شريکوم. رحماني

Conversations with God

By: Rabindranat Tagore
I dreamed I had an interview with God.
“So you would like to interview me?” God asked.
“If you have the time” I said.
God smiled. “My time is eternity.”
“What questions do you have in mind for me?”
“What surprises you most about humankind?”

God answered…
“That they get bored with childhood,
they rush to grow up, and then
long to be children again.”
“That they lose their health to make money…
and then lose their money to restore their health.”
“That by thinking anxiously about the future,
they forget the present,
such that they live in neither
the present nor the future.”
“That they live as if they will never die,
and die as though they had never lived.”
God’s hand took mine
and we were silent for a while.
And then I asked:
“As a parent, what are some of life’s lessons
you want your children to learn?”

God replied with a smile:
“To learn they cannot make anyone love them. All they can do is let themselves be loved.”
“To learn that it is not good
to compare themselves to others.”
“To learn to forgive
by practicing forgiveness.”

“To learn that it only takes a few seconds to open profound wounds in those they love,
and it can take many years to heal them.”
“To learn that a rich person
is not one who has the most,
but is one who needs the least.”

“To learn that there are people
who love them dearly,
but simply have not yet learned
how to express or show their feelings.”

“To learn that two people can
look at the same thing
and see it differently.”
“To learn that it is not enough that they
forgive one another, but they must also forgive themselves.”

“Thank you for your time,” I said humbly.
“Is there anything else you would like your children to know?”
God smiled and said:
“Just know that I am here… Always.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب