شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهوسله والو طالبانو د فراه ولایت مرکز فراه ښار ونیو

وسله والو طالبانو د فراه ولایت مرکز فراه ښار ونیو

تاند (سه شنبه د اسد ۱۹مه) وسله والو طالبانو د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې د پراته فراه ولایت مرکز فراه ښار ونیو.

تاند ته راغلي معلومات او عکس ښیي چې وسله وال طالبان د فراه ولایت مقام مخې ته له وسلو او عسکري موټرو سره ولاړ دي.

خو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد حضرتي وايي چې ټول ښار د‌ طالبانو لاسته نه دی لوېدلی او په خبره یې چې د افغان ځواکونه له خوا له وسله والو طالبانو سره مقاومت روان دی.

د نیمروز په شمول په ډېرو هغو سیمو کې چې طالبانو نیولي د دولتي ودانیو وسایل او امکانات لوټل شوي،‌ او نن داسې خبرونه هم خپاره شول چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کمپیوټری تذکرو یو مرکز هم ولوټل شو.

تر دې مخکې،‌ طالبانو د نیمروز، کندوز، سرپل، جوزجان په شمول د ۶ ولایتونو مرکزونه نیولي وو او دا د اوم ولایت مرکز دی چې د وسله والو طالبانو لاسونو ته لوېږي.

په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو یرغلونو او د ولسوالیو او ولایتي مرکزونو د سقوط په بهیر کې په زرګونو انسانان وژل شوي، په لسګونو زره کورنۍ بې ځایه شوي، بې پردې شوي، نهیلي شوي، لوټ تالان ګډ شوی، او افغانستان د یوه نامعلومات راتلونکي په لور روان شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی استازولۍ مشرې ډیبورا لیونز تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې که طالبان بریدونه ونه دروي او د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ ستونزې د خبرو له لارې حل نشي، کېدی شي چې افغانستان د سوریې چې لوټې لوټې شوه یا پخوانۍ یوګوسلاویا چې په څو هېوادونو ووېشل شوه، په برخلیک اخته شي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب