جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهراشد خان نړیوالو ته؛ افغانستان په روان کړکېچ کې بحران ته یوازې...

راشد خان نړیوالو ته؛ افغانستان په روان کړکېچ کې بحران ته یوازې مه پرېږدئ

تاند (سه شنبه د اسد ۱۹) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي راشد خان له نړیوالو غوښتي چې په روان کړکېچ کې دې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او دغه هېواد دې بحران ته یوازې نه پرېږدي.

خان پر خپله فېسبوک پاڼه په پښتو، دری او انګلېسي ژبو یوه لیکنه خپره کړې ده. هغه لیکلي، «د نړۍ مشرانو! زما ګران هېواد افغانستان له یو لوی ناورین سره مخامخ دی. هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدان کیږي. کورونه، ښوونځي، دفترونه او نور ملي او عامه تاسیسات ویجاړېږي او زرګونه کورنۍ بې کوره او در په دره شوي دي. لطفآ له موږ سره مرسته وکړئ چې له دغه ناورین څخه ووځو، موږ په ناورین کې مه پرېږدئ. د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول بند کړئ. موږ سوله غواړو، جګړه باید بنده شي.»

هغه داسې مهال په افغانستان کې د جکړې ختمولو غوښتنه کړې ده چې همدا اوس په یو شمېر ولایتونو کې جګړې روانې دي او زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

په دې وروستیو کې طالبانو د یو شمیر ولایتونو په مرکزونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او افغان چارواکو هم ویلي چې په تېرو څلورو ورځو کې وسله والو طالبانو د نیمروز، جوزجان، کندز، سرپل او تخار یو شمیر مرکزي سیمې نیولي دي.

همدرانګه د کندهار، هرات او لښکرګاه پر ښارونو د طالبانو بریدونه د افغان ځواکونو له خوا دفع شوي دي او په دغه ښارونو کې لا هم نښتې دوام لري.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي ( یوناما) په دغه هیواد کې د بریدونو په زیاتیدو او ملکي تلفاتو باندې اندیښنه ښودلې او د تاوتریخوالي د ژر تر ژره دریدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لایینز پرون ناوخته له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې د جګړې د دواړو طرفونو له خوا “ملکیانو ته د وحشتناکو زیانونو” رسولو د مخنیوي په هکله خبرې وکړې.

یوناما د میرمن لاینز له قوله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، «ملګري ملتونه د بریدونو د ژر پای ته رسیدو غوښتونکي دي. د افغانستان رهبران باید د نښتو د پای ته رسولو لپاره یووالي ته خپلې هڅې زیاتې کړي.»

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي چې په دې ناسته کې ولسمشر غني او مېرمن د افغانستان عمومي وضیعت و ارزوه او د تاوتریخوالي پر زیاتیدو یې اندیښنه څرګنده کړه.

دوحې ته د افغان چارواکو له تګ مخکې د یوناما مشرې له ولسمشر غني سره وکتل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب