تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۹) د افغانستان د کرکټ نولس کلنه ملي لوبډله راتلونکې سپټمبر مياشت کې بنګله دېش ته ځي.
افغان لوبډله به له کوربه لوبډلې سره پنځه يوه ورځنۍ او يوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
دا لوبې د سپټمبر له ۵مې نېټې پيل او د همدې مياشتې پر ۲۰مه نېټه پای ته رسېږي.
افغان کرکټ بورډ ويلي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به د بنګله دېش پر وړاندې لوبو ته لوبډله غوره او د یاد روزنیز کمپ دویم پړاو به ترسره کړي.