میرویس سیستانی
اوستا (Avesta) د نړۍ د ژبو په ډلبندۍ کښي د اندرو اروپايي ژبکورنۍ، د ختیځي آریاني ژبڅانګي څخه ده. اوستا په اصل کښي د لرغوني آریانا(افغانستان- بلخ) ژبه ده چي له دې ځایه یې شاوخوا سیمو ته غځوني کړي دي او شاوخوا ۳۵۰۰ درې زره پنځه سوه کاله تاریخي مخینه لري.
اوستايي خط:
په ساساني عصر (۲۲۴-۶۵۱م) کښي د پهلوي او زبور – عبري ژبي په مرسته اوستا ته خط او الفبا جوړه سوه او اوستا په ولیکل سوه. په ټولیزه توګه اوستا پر دوو لویو برخو وېشل کیږي:
الف: زړه اوستا Old Avestan(ګاڅونه)
ب: ځوانه اوستا Young Avestan
اوستا د منځپانګي له مخي پر پنځو کوچنیو برخو وېشل کیږي:
۱. یسنا
۲. ویسپرد
۳. وندیداد
۴. کوچنۍ اوستا
۵. متفرقه سرودونه
اوستا ټول اته څلوېښت توري حرفونه لري. څوارلس یې واولونه او څلور دېرش یې کانسوننټونه دي.
اوستا د نړۍ د لرغونو ژبو په منځ کښي ځانګړی خط لري. د پښتو ژبي په ډول له راستې خوا چپې خوا ته او د یوناني ، لاتیني او انګریزي ژبو په څېر یې هر توری او ګرافیم جلا جلا لیکل کیږي. د پښتو، دري او عربي په ډول د کلمو جوړولو په وخت کښي توري نه سره مښلي. اوستا د هند په ګجرات او نورو سیمو کښي په ګجراتي رسم الخط هم لیکل کیږي.اوستا ژبه د پښتو او سنسکریت ژبو سره ګډه ریښه لري. فونولوژیکي، مورفولوژیکي او سنټکسي ورته والي سره لري.
حاضر کتاب د اوستايي ژبي د لیک لوست زده کړي په موخه پر علمي او عملي مېتود لیکل سوی، لیکوال یې د افغانستان د علومو اکاډمي د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله دوست(سرواني) او لارښود استاد یې پروفیسور ډاکتر خلیل الله داورمړ دی. پر کتاب شاوخوا درې کاله کار سوی او سل مخونو لري. د کتاب لومړۍ برخه د اوستا پېژندني او پښتو ژبي سره یې اړیکو ته ځانګړې سوې ده. دوهمه برخه یې د اوستا ژبي عملي خط زده کړه په اړوند بولګو کښي راوړل سوې ده. د هر توري حرکت او د لیکنګ ډول د ویکتور په مټ ښوول سوی دی.د دې کتاب په مرسته یو مینه وال کولای سي چي د اوستا ژبي خپل اصلي – ځاني لیک له مفرداتو پیل تر مرکباتو او پراګرافونو پوري په لنډ وخت کښي زده کړي او پر دې وتوانیږي چي د اوستاژبي له خپل اصلي متن څخه استفاده وکړي؛ ویې لولي او ویې لیکلای سي.