جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپر غزني ښار د طالبانو توغول شوي هاوان ۲۱ تنو ته مرګ...

پر غزني ښار د طالبانو توغول شوي هاوان ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(سه شنبه د اسد ۱۹ مه) په غزني ښار کې د طالبانو له لوري د توغول شوي هاوان د لګېدو له امله ۲۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځایي چارواکي وایي، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ نیمې بجې د طالبانو له لوري توغول شوی هاوان د غزني ښار د لومړۍ حوزې په کلاه سیز سیمه کې لګېدلی دی چې له امله یې درې ملکیان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون اتلس تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي؛ چې د پېښې قربانیان ټول هغه ملکي وګړي دي چې د سړک پرغاړه یې توکي پلورل.

د غزني ولایت د مقام له مطبوعاتي دفتر نه په خپره شوې، خبرپاڼه کې راغلي دي،چې په دې پېښه کې خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتې دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې کیږي،چې طالبانو په دې وروستیو کې پر دغه ښار خپل بریدونه زیات کړي دي او اوسمهال هم د دغه ښار په دوه کیلو مټرۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب