جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه لغمان کې د 'وطن ګټو' بند لومړنۍ سروې پاى ته رسېدلې

په لغمان کې د ‘وطن ګټو’ بند لومړنۍ سروې پاى ته رسېدلې

تاند(سه‌شنبه، اسد١٩) – د لغمان سيمه ييز چارواکي وايي، د ‘وطن ګټو’ بند لومړنۍ سروې د دې ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست لخوا په بریالیتوب سره تر سره شوه.

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې رئیس محمد شایق ساپي د معلوماتو په اساس چې د وطن ګټو بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لویه پروژه ده چې د اوبو مدیریت، د برښنا تولید، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا، د چاپېریال ساتنې، هېوادوالو ته د کار پيدا کولو په موخه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې جوړېږي.

ياده دې وي، د وطن ګټو بند چې ۳۰ متره لوړوالی لري؛ ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي او د ۴ مېګاواټه برښنا د تولید ارزښت لري.

د يو بل خبر له مخې د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو کانالونو او سربندونو د جوړولو چارې پيل شوې.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تر څارنې لاندې او د اى او ايم په مالي لګښت د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو کانالونو او سربندونو د جوړولو چارې پيل شوې.

د زنګوري او کاکڅ کانالونه او سربندونه د اوبو مدیریت، د ځمکو خړوبولو او هېوادوالو ته د کار پيدا کولو په موخه جوړیږي چې ۲۲ زره جریبه ځمکه به خړوبوي او په زرګونه هېوادوال به ترې ګټه پورته کوي.

په ورته مهال د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره په افغانستان کې د وروستیو تودو جګړو له امله انديښنه ښودلې ده.

دغې ادارې ویلي، څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو په شاه و عروس د اوبو او برېښنا بند په امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې د دغه بند د بدنې پر دېوال مرمۍ لګېدلي او زیان یې اړولی دى.

چارواکي وايي، لوی بندونه او نورې عام المنفعه پروژې، ملي شتمنې او عامه تاسیسات د ټولو افغانانو مشترک مال دی، چې د هېواد د اقتصاد پياوړتیا، هېواد والو ته د کار پيدا کولو او د خلکو د کورونو په روښنايي کې مهم رول لري، چې ساتنه یې د ټولو انساني، ملي او ایماني وجیبه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب