جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکايي او پاکستاني چارواکي د افغانستان پر امنیتي وضعیت غږېدلي

امریکايي او پاکستاني چارواکي د افغانستان پر امنیتي وضعیت غږېدلي

تاند(سه‌شنبه، اسد١٩) – د امریکا د دفاع وزارت وياند جان کربي وايي، دفاع وزیر لوېډ اشټن په يوه ټيليفوني تماس کې د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال قمر باجوه سره د افغانستان په روان وضعیت، سيمه‌ييزو امنیتي مسایلو او پر دوه اړخیزو دفاعي اړیکو خبرې اترې کړي دي.

کربي وویل: “د دفاع وزير اشټن او جنرال باجوه د افغانستان په روان وضعیت، د سيمې امنیت، ثبات او پر دوه اړخیزو دفاعي اړيکو خبرې وکړې.”

له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتو سره وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړى دى او د شپږو ولایتونو مرکزونه يې نيولي دي.

د طالبانو د بريدونو له زیاتېدو سره هممهاله امريکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بريدونه هم پيل کړي.

افغان حکومت تل پاکستان تورن کړى چې له خاورې يې طالب جنګیالي افغانستان ته رااوړي او دغه راز هلته يې ورته خوندي ځايونه او د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د امریکا د دفاع وزير داسې مهال د پاکستان له لوى درستيز سره پر افغانستان غږېدلى چې اوسمهال د افغانستان په لويديځ او شمال کې د وسله والو طالبانو له لوري د شپږو ولایتونو مرکزونه سقوط شوي خو افغان ځواکونه بيا د وضعیت د کنټرول ډاډ ورکوي.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابلو بریدونو او نښتو کې ۳۶۱ طالبان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپيان دي.

په شمال کې د سختو جګړو دوام؛ د شاهين قول اردو قوماندان تبدیل شو

دغه وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه طالبان د ننګرهار، کونړ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، کندهار، سرپل، هلمند، تخار، کندوز  او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

خبرپاڼه زياتوي، د دغو پېښو په نتیجه کې یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

2 COMMENTS

  1. اوس د فلم واکدار او اداکار سره غږېدلي دي؛ چې څوموره خنداګانې او یادونې به یې له یوبل سره کړې وي؟!

  2. کچیری د ۴۵ کلنی جګړی تاریخ ته زیر شو نو دا راته جوت کیږی چی پدی جګړه امریکا، برتانیی او روسیی، ایران او ځانګړی ډول پاکستان پوځ او استخباراتو مشترک خپل رول لوبولی دی ځکه پاکستان پوهیږی څومره چی افغانان ژړا فریاد وکړی د اوریدلو یی څوک نشته او نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه ځکه په پنجاب فشار نشی راوړلی چی په یادو سازمانونو کی برتانیه، امریکا، چین او روسیه شامله ده او دوی نه پریږدی چی پاکستان سیاسی، اقتصادی فشار راشی، نو تنها هند نشی کولی نړیوال دیته مجبور کړی چی په پاکستان فشار راوړی

    پدی ۴۵، ۲۵، ۲۰ کلنه جګړو کی امریکا، برتانیی او پاکستان مشترکآ د افغان ولس وژلو کی بی دریغه برخه اخیستی نو کچیری همدا اوس هم په پاکستان فشار راشی نو دا تیره جګړیز پروسه به ختمه شی او افغانان به د نورو هیوادونو په شان د خپل هیواد په آبادی او پرمختګ د نړیوالی سره مشترک برخه واخلی او افغانستان به بیاځلی د پاکستان نیابتی جګړه په تربیوی مرکز نه بدلیږی

    کچیری د پاکستان مخه ډب نشی نو ایران، چین، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او روسیه او خپل نږدی ګاونډی هیواد هندوستان ته به د جنګی ډلو نظامی لښکرونه سرایت وکړی چی نړی به یی په مهارولو کی پاتی راشی. ځکه نو همدا وخت ده چی د پاکستان په پوځ او استخباراتو فشار راشی ترڅو نړی او افغانستان په آرامی او سوکالی او د خپل هیواد په آبادی کی برخه واخلی.

    نړیوالی باید د وزارت خارجی له لاری خبر شی ځکه کله چی اوبه له ورخه تیری شی بیا بیل ځغلول د وخت ضایع ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب