Homeخبرونهپه شمال کې د سختو جګړو دوام؛ د شاهين قول اردو قوماندان...

په شمال کې د سختو جګړو دوام؛ د شاهين قول اردو قوماندان تبدیل شو

تاند(سه‌شنبه، اسد١٩) – د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو په دوام او د جوزجان، سرپل او سمنګان له سقوط وروسته تازه د شاهین قول اردو قوماندان تبدیل شو.

ملي دفاع وزارت او د بلخ سيمه ييز چارواکو ویلي، چې تورن جنرال ذبیح الله مهمند د جنرال خان الله شجاعي پر ځای د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوي قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

ويل کېږي ښاغلي شجاعي تېره ورځ ملي دفاع وزارت ته خبر ورکړى و چې د ناروغۍ له امله کابل ته ځي او خپل مرستیال يې سرپرست په توګه معرفي کړى و.

د بلخ چارواکو د نوي قومندان په راتلو هيله څرګنده کړه چې د وسله والو طالبانو پر ضد به يې پلانونه ګټور ثابت شي.

د نوي قومندان په ورتګ سره ياد قول‌اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه یې په بلخ ولایت ۸۰ طالب وسله وال وژلي دي.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابلو بریدونو او نښتو کې ۳۶۱ طالبان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپيان دي.

دغه وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه طالبان د ننګرهار، کونړ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، کندهار، سرپل، هلمند، تخار، کندوز  او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

خبرپاڼه زياتوي، د دغو پېښو په نتیجه کې یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

بل پلو راپورونه وايي، چې له تېرې شپې راهیسې د فراه ښار په څلورو برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د دغو جګړو له امله په فراه ښار کې دکانونه تړل شوي او خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.

وسله والو طالبانو تېره شپه د باغپل، چهارباغ، ريګي او دهک له څلورو سيمو پر فراه ښار بريدونه پيل کړي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبلې د اوښتو راپور نه دى ورکړل شوى.

داراز د بدخشان چارواکي وايي، بر فيض اباد ښار د وسله والو طالبانو درېيمه حمله يې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو په ملاتړ له ماتې سره مخ کړې ده.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني وویل، طالبانو تېره شپه له شپږو لوريو پر فيض اباد ښار بريدونو پيل کړل چې درانه تلفات يې ورواړول.

همدارنګه د افغانستان سويل ارزګان کې چارواکو د ١٣ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د دې ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند مغفور الله سالار  وویل، دغه طالبان تېره شپه په مرکز ترینکوټ اړوند نچين او خانقه سيمو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...