جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنړیوال سورصلیب: د افغانستان وروستیو جګړو بشري ناورین رامنځته کړی

نړیوال سورصلیب: د افغانستان وروستیو جګړو بشري ناورین رامنځته کړی

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۹) د نړیوال سره صلیب کمېټه وايي، چې په افغانستان کې وروستیو جګړو او تاوتریخوالي بشري ناورین رامنځ ته کړی دی.

یاد نړیوال بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په ډېری ښارونو کې جګړو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، روغتیایي خدمات یې له خنډ سره مخ کړي او خلک  يې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې د دوی روغتیايي کارکوونکي هره میاشت د لسګونه زره ټپیانو درملنه کوي.

سرچینې زیاته کړې، چې دوی د روانې میاشتې په لسو ورځو کې تر دې دمه د جګړې ۴۰۴۲ ټپیان په خپلو ۱۵ مرکزونو کې تداوي کړي دي.

سره صلیب په خبرپاڼه کې وایي، چې تېره میاشت یې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د جګړې د ۱۳ زره ټپیانو درملنه کړې ده.

د سرچینې په خبره دلته د روانې جګړې ټول زیانونه ملکي وګړو ته اوړي نو ځکه ښکېلو لورو ته په کار ده، چې ژر تر ژره خپلې جګړې پای ته ورسوي.

د نړیوال سره صلیب کمېټه خبرداری ورکوي، که وضعیت همداسې روان وي نو په افغانستان کې به بشري ناورین لا پسې وغځېږي او د دغه هېواد عامه تاسیسات، د خلکو کورونه، ښارونه او طبیعي منابع به له منځه لاړې شي.

دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې اوس هم د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي او د ګڼو سیمو خلک په دې هڅه کې دي، چې یواځې خپل سرونه خوندي سیمو ته ورسوي.

د یادونې ده، چې د روانو جګړو له امله کابل ته د هېواد له شمالي ولایتونو یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ د خپل ژوند تر ټولو سختې شپې ورځې تېروي.

له کندوز او تخار ولایتونو څخه له جګړې راتښتېدلې کورنۍ اوسمهال د کابل په یو شمېر پارکونو کې اوسېږي، هرې کورنۍ ځانته له سوځنده لمر نه د خوندېتوب په پار وړې کیږدۍ جوړې کړي، خو چا له ټيکري او چا هم له څادره، ځکه وایي دلته تر اوسه د دولتي مرستو او مرستندویو موسسو څه څرک نه لګیږي.

دغه کورنۍ وایي چې ښه ژوند یې درلود، خو جګړې ځمکه ورته سور تبخی کړه او مجبور شول چې کابل ته راوتښتي.

خو د دوی په وینا تېښته هم د هر سړي د وس خبره نه وه، د موټرو کرایې خورا لوړې وې او پر لاره خوراک او څښاک هم خورا ګران و.

کابل ته د جګړې له امله راتښتېدلې کورنۍ سوالګرۍ ته مجبورې شوې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب