جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل ته د جګړې له امله راتښتېدلې کورنۍ سوالګرۍ ته مجبورې شوې...

کابل ته د جګړې له امله راتښتېدلې کورنۍ سوالګرۍ ته مجبورې شوې دي

تاند (دوشنبه د اسد ۱۷ مه ) کابل ته د هېواد له شمالي ولایتونو یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ د خپل ژوند تر ټولو سختې شپې ورځې تېروي.

له کندوز او تخار ولایتونو څخه له جګړې راتښتېدلې کورنۍ اوسمهال د کابل په یو شمېر پارکونو کې اوسېږي، هرې کورنۍ ځانته له سوځنده لمر نه د خوندېتوب په پار وړې کیږدۍ جوړې کړي، خو چا له ټيکري او چا هم له څادره، ځکه، دلته تر اوسه د دولتي مرستو او مرستندویو موسسو څه څرک نه لګیږي.

دغه کورنۍ وایي چې ښه ژوند یې درلود، خو جګړې ځمکه ورته سور تبخی کړه او مجبور شول چې کابل ته راوتښتي.

خو د دوی په وینا تېښته هم د هر سړي د وس خبره نه وه، د موټرو کرایې خورا لوړې وې او پر لاره خوراک او څښاک هم خورا ګران و.

سپین سرې ملکه چې د کندوز له جګړې کابل ته راتښتېدلې وايي چې کندوز که یې هرڅه ترې پاتې شوي او یوازې یې د خپل ځان او کورنۍ د سرغم خوړلی دی.

دا وایي، چې د پنځوس کلن ژوند تر ټولو سخته شېبه یې داوه، چې له کندوز نه کابل ته د راتګ لپاره پېسې ورسره کمې وې او مجبوره شوه چې موټر چلوونکې ته د خپلې انګور سره زر ورکړي،چې تر کابله یې راورسوي.

ملکې چې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې وې تاند ته وویل: ” زویه سخت حالت و، هر څوک په تېښته و، سختې مجبورۍ دې ته مجبور کړو چې راشو”

نوموړې څنګ ته ناستې یوې ځوانې مېرمنې ته چې په چادرۍ کې پټه وه، په اشاره وویل:” زوی مې هم کور نه و، خپله انګور مې له ماشومانو سره را رهي کړه او ځان مو تر کابله راورساوه.”

د بې ځایه شویو کورنيو د بدو ورځو کیسې یوازې همدومره نه دي. ریحانه چې د کابل د شهرنو په پارک کې ترسره لمر لاندې د خپلې کورنۍ له غړو سره اوسي، بې وسي یې له ورایه په سترګو کې ښکاري. دا وایي، چې د خپلې کورنۍ له غړو سره کابل ته راغلې ده او اوس یې له مجبورۍ سوالګرۍ ته مخه کړې، خو وایي یوازې دا نه ده چې خلکو ته د سوال لاس اوږدوي، بلکې د راغلو کورنیو له څو نورو مېرمنو سره یو ځای سوالګري کوي، چې د دې په وینا تر دې وړاندې یې په ژوند کې کله هم نه ده کړې. دا وایي: ” زویه نو که موږ خلکو ته ونه وایو چې بې وسه یو، نو څوک به مرسته راسره وکړي، دلته پارک ته خو له معتادانو پرته بل څوک نه راځي”

کابل ته د را بې ځایه شویو کورنیو ناورین حکومت هم اندېښمن کړی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو ادارو غږ کړی دی چې کابل ته له رابې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

ښاغلي صالح نن پر خپل ټوېټر لیکلي چې، خلکو د طالبانو له ظلمونو، قتلونو، لوټلو او تیریو نه کابل ته پناه راوړې ده.

بل خوا ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې پر روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د بشري چارو او بېړنیو مرستو د تنظیم په برخه کې د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال په کندهار او هرات ولایتونو کې، پر ملکي وګړو د بېرحمانه حملو په ترڅ کې له زرو د زیاتو کسانو له مرګ ژوبلې وروسته ویلي دي چې د افغانستان د روان وضعیت له کبله سخت اندېښمن دی.

اوسمهال یوازې کابل د جګړې له امله د بې ځایه شویو کوربه نه دی، بلکې نورو ښارونو  ته هم زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

1 COMMENT

  1. که ددغی کورنی دپاره یو خاص اکونت جور شی ډیر افغانان شته چی کومک به دوی سره وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب