جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپر پاکستان بندیز ولګوئ هشټګ په پراخه کچه افغانانو بدرګه کړ

پر پاکستان بندیز ولګوئ هشټګ په پراخه کچه افغانانو بدرګه کړ

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۸) پر پاکستان بنديز ولګوئ (#SanctionPakistan) هغه هشټګ چې نن په پراخه کچه د ټولنيزو رسنيو له لوري بدرګه کېږي.

دغه هشټګ په افغانستان کې د پاکستان نيابتي جګړې او د پاکستان لخوا د طالبانو د ملاتړ پر ضد پيل شوی دی..

دغه راز د يو شمېر اروپايي هېوادونو په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې مېشتو افغانانو د پاکستان پرضد لاريونونه پيل کړي او د “پر پاکستان بنديز ولګوئ” تر عنوان لاندې شعارونه ورکوي.

دوی وایي،نړۍ بايد په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې مخنيوی وکړي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو لیکلي: « د اسيا زړه، افغانستان نن په جګړو کې سوځي او لامل يې هم روښانه دی؛ پاکستان».

دوی وایي ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه بايد د پاکستان پر وړاندې خپل دريځ روښانه او ژر تر ژره عمل پرې وکړي.

د ټولنیزې مېډیا یو بل افغان کاروونکي لیکلي: « افغانان حق لري چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي. ملګري ملتونه بايد په افغانستان کې د پاکستان نيابتي جګړې مخه ونيسي.»

دوی وایي، د طالبانو په کړنو کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی او پاکستان اوس هم له دغې ډلې ملاتړ کوي.

دا هشټګ داسې مهال بدرګه کېږي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړې سخت زور اخیستی او عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي.

تازه یونیسیف په یوه راپور کې ویلي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.

یونیسیف: افغانستان کې د تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۱۵۰ ماشومان مړه او ټپيان شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب