جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیونیسیف: افغانستان کې د تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۱۵۰ ماشومان مړه او...

یونیسیف: افغانستان کې د تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۱۵۰ ماشومان مړه او ټپيان شوي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۸) له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ټکان ورکوونکی بللی دی.

یونيسیف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یوازې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې له امله ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز په یاده موده کې د۱۳۰ نورو ماشومانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، چې دا ماشومان په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې وژل شوي دي.

دغې ادارې د جګړې له ښکېلو لوریو د ملکيانو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو ښکته او پورته کېږي، چې پکې یو ماشوم په وینو لړلی پروت دی او خور یې ورته چیغې وهي.

دغه ویډیو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له کلک غبرګون سره مخ شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکي لیکلي، چې په افغانستان کې د بشریت پر وړاندې تر ټول لوی جنایت؛ د بشر حقوق چېرې دي ایا دغه ماشوم په انسانانو کې نه حسابیږي؟

یوه بل بیا لیکلي: دغه ويډیو د یوه افغان ژوند ته د طالبانو او پاکستان لخوا د ارزښت ورکولو کچه ښيي.

دغه راز د فېسبوک یوه بل افغان کاروونکي لیکلي، چې دا د طالبانو نه بښونکی جنایت دی او طالبانو په دې سره وښودله چې یو ماشوم هم د دوی له شر څخه په امن کې نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب