جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان د سمنګان د مرکز «ايبک» ښار د نيولو ادعا کوي

طالبان د سمنګان د مرکز «ايبک» ښار د نيولو ادعا کوي

تاند (دوشنبه د اسد ۱۸مه ) طالبان د سمنګان د مرکز ایبک ښار د نیولو ادعا کوي.

د طالبانو ویاند ادعا کړې، چې د دغې ډلې وسله والو د سمنکان د ولایت د مقام،امنیه قوماندانۍ او د ملي امنیت ریاست ودانۍ نیولې دي.

په هغو وډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ښکاري،چې طالب وسله وال  ایبک ښار ته دننه شوي دي.

په ویډيوګانو کې د جګړې او ډزو غږونه نه اورېدل کیږي او طالب وسله وال چې مولونه یې وهلي، په ایبک ښار کې د ځای پرځای کېدو په حال کې ښکاري.

بلخوا ځایي سرچینو له تاند سره په خبرو کې ومنله،چې د سمنګان د ولایت مقام، امنیه قومانداني او محبس د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د هېواد په شمال کې ډلییز بریدونه پېل کړي دي او پرون یې سرپل او کندز ښارونه هم ونیول.

خو حکومتي چارواکي وایي،چې د چمتو شوي امنیتیي پلان له مخې به ډیر ژر د هېواد په شمال کې له طالبانو نیول شوي ښارونه او سیمې بېرته ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب