جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه ارګ کې د ولسي پاڅونونو د پياوړتيا او تجهیز پرېکړه وشوه

په ارګ کې د ولسي پاڅونونو د پياوړتيا او تجهیز پرېکړه وشوه

تاند(دوشنبه، اسد١٨) – د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې د سیاسي او جهادي شخصیتونو ګډه غونډه جوړه شوه.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه غونډه کې د سیاسي او جهادي مشرانو سربېره د ملي شورا د دواړو جرګو رئیسانو او لوړپوړو حکومتي چارواکو ګډون درلود.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه کتنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو، د جمهوریت د بقا او تداوم د ملاتړ ترڅنګ د دښمن د هجوم پر وړاندې د ولسي پاڅونونو د چټک انسجام، پیاوړتیا او تجهیز پرېکړه وشوه.

د ارګ د مطبوعاتو دفتر د مالوماتو له مخې ولسمشر غني، په افغانستان کې د جګړو او د ځينو سيمو له سقوط وروسته په پرله پسې توګه له څو ورځو راهیسې له افغان سياستوالو، بانفوذه شخصيتونو او حکومتي چارواکو سره ليده کاته زیات کړي دي.

ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ کې ياده پرېکړه داسې مهال کېږي چې دا مهال د شمالي ولایتونو په ګډون کندهار، هلمند، لغمان او هرات کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب