جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد الجزیرې تلویزیون: طالبان په ګرشک کې اینترنیت نه پرېږدي

د الجزیرې تلویزیون: طالبان په ګرشک کې اینترنیت نه پرېږدي

تاند(دوشنبه، اسد١٨) له دوحې د خپرېدونکي مشهور تلویزیون الجزیرې خبریال د افغانستان د هلمند ولایت هغو سیمو ته تللی چې له څه وخته د طالبانو تر واک لاندې دي.

د ګرشک له ښاره د الجزیرې په ځانګړي رپوټ کې ویل شوي چې هلته ځوانان نه موبایل تیلفون ګرځولی شي او نه هم اینټرنیټ کارولی شي.

طالبانو ورته ویلي دي چې د امنیتي مسایلو له امله ٬٬ د اوس لپاره ،، د تیلې فون او اینترنیت اجازه نه لري.

دا هغه تګلاره ده چې دوې نیمې لسیزې وړاندې طالبانو په ټول افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې او په ډېرو نورو مواردو کې هم لرله او ویل به یې د امنیتي مشکلاتو له امله د اوس لپاره د زده کړو موقع نشته. هغه مهال د دوی د واکمنۍ تر پایه دا موقع برابره نه شوه او یو نسل له زده کړو محروم پاته شو.

د الجزیرې خبریال په خپل رپوت کې ښوول چې د ګرېشک په ښار کې یوه شېبه هم طالباو دوی یوازې نه پرېښودل او هر ځای ورسره ګرځېدل. د کامرې مخته د خلکو نظر تر ډېره د طالبانو په وړاندې مثبت و او دا به یې ویل چې ګواکې امنیت راغلی دی. خو له امنیت نه ور هاخوا نور ژوند ظاهرآ نه و.

د الجزیرې د خبریال په وینا له ځوانانو سره چې دوی شخصي خبرې وکړې نو ځینو یې شکایت لاره چې طالبان نه موبایل ورپرېږدي، نه اینټرنیټ ورپرېږدي او نه هم له ګرشک دباندې له څه خبرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب