جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه پلخمري او فیض اباد ښارونو د طالبانو حملې له ماتې سره...

په پلخمري او فیض اباد ښارونو د طالبانو حملې له ماتې سره مخامخ شوې

تاند (دوشنبه د اسد ۱۸) د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې پر مرکز پلخمري ښار د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي.

د والي ویاند احمد جاوېد بشارت وايي وسله والو طالبانو له تېرې شپې راهیسې په پلخمري ښار له څو لوریو حملې پیل کړې وې چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او بریدونه یې په شاه وتمبول شول.

د بشارت په خبره چې دولتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو د دغو حملو د شنډولو لپاره وار له مخې تیاری درلود.

د والي ویاند زیاتوي چې جګړه اوس هم په شدت سره روانه ده، خو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې له پرمختګه لوېدلي دي.

د راپورونو له مخې، د بغلان د ۱۴ اداري واحدونو له ډلې د اوو ولسوالیو مرکزونه د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

د یو بل خبر له مخې، د بدخشان ولایت پر مرکز فیض اباد ښار د وسله والو طالبانو دویمه حمله هم په شا تمبول شوې ده.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر فیض اباد له څلورو دروازو حملې پیل کړې، خو د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو له سخت مقاوخت سره مخامخ شول او بریدونه یې شنډ شول.

نوموړی زیاتوي، چې په دې نښته کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان، ملا حافظ له ۲۰ نورو وسله والو سره وژل شوی او ۱۵ تنه نور وسله وال اسیران شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د ولسوالیو تر سقوط وروسته طالبانو په لویو ښارونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او په ګڼ شمېر سیمو کې د دغو جګړو له امله خلک بېځایه شوي هم دي.

دغه راز د افغانستان د ملي دفاع وزارت هره ورځ د سلګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبره کوي، خو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه وايي.

د یادونې ده چې په دغو جګړو کې ګڼ شمېر ولسي خلک سخت متضرر شوي او مرګ ژوبلې ورته اوښتې دي.

پر ښارونو د وسله والو طالبانو له بریدونو سره هممهال امریکايي الوتکو په دغې ډلې بریدونه زیات کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب