جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د افغان ځواکونو مقاومت پاکستان له سخت تاوان سره مخ کولی شي

د افغان ځواکونو مقاومت پاکستان له سخت تاوان سره مخ کولی شي

اهتشام افغان

د افغانستان روانو حالاتو باندې که خبرې کیږي؛ باید لومړی تېر تارېخ ته یو ځغلنده نظر وکړو. د ستمبر د یوولسمې د پېښې څخه وروسته د ډېورنډ فرضي کرښې دواړه لورو ته د ډالرو کاروبار پيل او د پښتنو د سیمو په سر د ترهګرۍ د مرکزونو لپاره میلونونه ډالر قیمت کېښودل شو. تر دې وروسته سوات کې د طالبانو را برڅېره کېدل هم د یادې لوبې برخه وه او وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو له لورې پوځي عملیات پيل چې د کلونو په تېریدا سره لا هم دوام لري؛ خو کومه مطلوبه نتیجه یې نه ده ورکړې. پاکستاني ریاست د ترهګرۍ څخه د سطرنج په توګه کار اخلي او دانې د خپلې خوښي سره سم بدلوي را بدلوي.

د پاکستاني پوځ د ضرب عضب او راه نجات د عملیاتو څخه وروسته چې په پښتنو کوم حال تېر شو دا بېله او دردونکې کیسه ده. د یادو عملیاتو پایله کې پښتانه خوار و زار شول؛ خو پاکستاني ریاست میلونونه ډالر پرې وګټل. د یادو عملیاتو څخه وروسته، چې باید سیمې د ترهګرو څخه پاک شوي وای؛ بېرته اوس فعال کړای شوي او خپل فعالیتونه یې پيل کړي دي.

د پښتنو په سیمو کې د پاکستان پوځي عملیات یوازې د ډالرو لوبه ده او نور هېڅ هم نشته. اوس مهال وزیرستان کې دوه رنګه لوبې جریان لري. پاکستان یو لورې ته د قومونو تر منځ د جنګ لپاره د درنو وسلو اجازه کړې او بل لور ته بیا خلک د کورونو نه وباسي او د ماشومانو په مخکې یې قتلوي. پښتانه د پآکستان په لوبه پوهیږي او پر دوی اعتبار هم نه کوي.

که پاکستان دا ډول پالیسي ته دوام ورکړي خطرناکې پایلې به ولري؛ ځکه پاکستان تر هرڅه ډالر مهم دي او د پښتنو ژوند او سیمې ورته ارزښت نه لري.

د افغانستان د روانو حالاتو په اړه دا ویلی شم، چې د امریکا یو ځلي وتلو سره حالات څه بل ډول شو. برتانیه ویلي، چې افغان طالبانو سره په ګډه کار کوي. د طالبانو څخه دومره ملاتړ ښيي، چې غرب د چین مقابله کوي او د هغه پر وړاندې خنډونه جوړوي. دا د پاکستان لپاره بد خبر دی، چې غرب د پاکستان پر ځای طالبان د چین د مقابلې لپاره منتخب کوي.

پاکستان هڅه کوي، چې چین ته قناعت ورکړي، چې طالبان د چین سی پيک د پروژې محافظین دي او د افغانستان کانونه به هم د چین سرمایه ګذارانو ته ورکړل شي؛ خو پاکستان کې د چین پر انجینرانو بریدونه دا پلانونه خاورو سره خاورې کړل.

ليکوال: اهتشام افغان
Twitter @IhteshamAfghan

2 COMMENTS

  1. د افغانستان نږدی دوه ګاونډیان هر یو پنجاب او ایران پدی اوسنی حالاتو کی د نړیوالو له لوری د مخکی په پرتله تر فشار لاندی چی تاسی په پورتنی موضوع کی ورته اشاره وکړه ، دوهم دا چی مخکی لدی ایران د تنګی هرموز په اوبو کی د امریکا، برتانیی په تجارتی بیړیو باندی بریدونه کړی چی کچیری د اسرایلو، سعودی عربستان او عربی هیوادونو د امریکا او برتانیی په نظامی او مالی مرسته د ایران پر ضد ګام پورته کوی نو ایران هم کیدای شی چی په یاد تنګی کی چین ته نظامی آډه ورکړی نو بیا امریکا او برتانیه کوښښ کوی چی له پاکستان څخه ګټه پورته کړی او د ایران پر ضد ترینه کار واخلی چی پدی حالت کی بیا روسیه او شمالی کوریا د ایران سره نظامی همکاری ډیروی.
    چی همدی وخت کیدای شی المان مخکینی نیازیان د روسیی پر ضد امریکا، او برتانیی سره اوږه په اوږه د جګړی میدان ته مخه کوی نو په داسی حالاتو کی افغان دولت او همدارنګه افغان طالبانو ته پکار دی چی د پاکستان او امریکا، برتانیی په چنګال کی ګیر نشی
    او باید دواړه طرفه کوښښ وکړی چی له داخلی جګړو ته زمینه برابره نکړی او ژر تر ژره سولی او ثبات لاره هواره کړی ځکه افغانان دا ۴۵ کالو کی د امریکا، برتانیی پاکستان ، ایران چین او روسیی او فرانسه او المان تجارتی جګړه بی اوره سوځیدلی دی

    ځکه همدا اوس افغانان په داخل او بهرنیو هیوادونو کی د پاکستان پر ضد هشتګ کارولو کمپاین شروع کړی نو پاکستان وایی چی تر اوسه د نړیوالی ټولنی او ملګری ملتونو له لوری د ترهګری پالنی او روزنی په نوم نده تورن شوی ځکه پاکستان پوهیږی چی همدا ۴۵، ۲۵، ۲۰ کلنه جګړه دهمدی نړیوالی ټولنی په نظامی ، مالی او سیاسی ملاتړ د پاکستان په ښکاره مداخلی سره مخ ته یوړل شوی

    کچیری نړیوال په پاکستان فشار راوړی په تیره بیا امریکا او برتانیه نو کیدای شی پاکستان ورته ووایی که تاسی نظامی او مالی ملاتړ نه کولو دا جګړه هیڅ وخت تر اوسه آدامه نه کوله نو همدا امریکا او برتانیه ده چی دا جګړه غځولی ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب