جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد مشرانو جرګې يو پخوانى غړى له طالبانو سره يوځاى شوى

د مشرانو جرګې يو پخوانى غړى له طالبانو سره يوځاى شوى

تاند(دوشنبه، اسد١٨) – د افغانستان په مشرانو جرګه د سمنګان ولایت يو پخوانى استازى او لسګونه ملګري يې له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

د سمنګان ولایت په ولایتي شورا کې يوې سرچينې ويلي، د مشرانو جرګې پخوانى غړى محمد آصف عظيمي له خپلو شاوخوا ١۵٠ ملګرو سره، طالبانو سره يوځاى شوى دى.

ښاغلى عظيمي پخوا جهادي قوماندان و او د مشرانو جرګې په مخکينۍ دوره کې د سمنګان ولایت استازى و.

طالبانو هم دغه موضوع تائید کړې.

دغه راز سيمه ييزې سرچينې وايي، محمد اصف عظیمي د صلاح الدین په مشرۍ د جمعيت اسلامي ګوند د جلا شوې څانګې غړى دى او دوه ورځې مخکې يې په سمنګان کې د طالبانو له يوه قومندان مولوي جلال سره کتلي.

سرچینه زیاتوي، ښاغلي عظیمي له دغه طالب قوماندان سره ژمنه کړې چې پر وړاندې به جګړه نه کوي.

داراز ويل کېږي، محمد اصف عظیمي د سمنګان ولایت له والي ډېره اندازه پيسې هم اخيستې وې چې د طالبانو پر وړاندې خپل وسله وال مجهز کړي.

هغه په 2019 کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د ډاکتر عبدالله عبدالله له لوري د سمنګان د والي په توګه ټاکل شوى و.

له دې وړاندې د جوزجان د ولايتي شورا رئيس بابر ايشچي هم له خپلو لسګونه کسانو سره له طالبانو سره يوځاى شوى دى.

بابر ايشچي د عبدالرشید دوستم د سيمه ييز سيال احمد ايشچي زوى دى.

2 COMMENTS

  1. خبره خو دا ده چی:
    د نقلیه وسائلو تکان دوه ډوله دئ:
    ۱- د ځمکنی وسائلو تکان:
    شا او مخته دئ
    ۲- د کښتۍ تکان:
    یو بغل او بلته بغل دئ
    زموږ د وطن د وروستۍ یوې پېړۍ حالت هم په بېړۍ یا کښتۍ کی ناستی یا ولاړی غوندی دئ.
    کله چی یو یو څوک د کښتۍ په نس او غولی کی ولاړ وی د کښتۍ د طوفانی حرکت له کبله په یوه دقیقه کی اته ځله د کښتۍ د شرقی او غربی دیوال تر منځ ټوپونه وهی.
    ډیرو اشخاصو و او ډلو او ګوندونو او حکومتونو د تاریخ په هر پړاؤ کی ( د طوفانی حالتونو له وجی ) د پېښو او حوادثو د کښتۍ په نس کی دې او ها خوا منډی وهلی دی ( کله ئې پر شرقی دیوال لاس نیولی وی او کله پر غربی دیوال ) البته منظور می له شرقی او غربی څخه د فرصت طلبۍ د موضِع او سنګر بدلون دئ.
    د مرګ څخه د بېری له وجی ( د احمد له لمنی څخه د محمود لمنی ته پناه وړل ) یوه ډیره طبیعی خبره ده خو پدې شرط چی توجیهات ئې غولوونکی نه وی.
    بله خبره دا چی:
    دا ځینی د حکومتدارۍ رسومات ( کوم چی په غربی سیسټم کی کاروَل کیږی ) زموږ غوندی ټولنه کی نه ښه ښکاری او نه سمه نتیجه ور کوی ( لکه مثلاً د سنا یا مشرانو جرګې شتون ).
    هم د ظاهرشاه د کُسوفی سنا ټول سناټران کُسوف ځپلی او مرتجع او مُفت خور او چاپلوس او پر ځان مین او شنه خره وه ( بېله استثنا ) او هم د کرزی او غنی د وخت د سنا ټول سناټران ټول خُسوف ځپلی او شنه خره وه او شنه خره دی.
    خر هغه مخلوق دئ چی هم خاوری او خښتی او سکاره پر باریږی او هم ګنج او خزانه خو خر ساب ئې د تشخیص توان نلری.

  2. زه د غلام خضرت صیب خبرو سره موافق یم. زموږ یو شمیروکیلان(ټول نه) له ظاهرشاهی تر اوسه بیسوادّ ، بی مسولیت او مفتخوره وو خو دغه اربابان او بایان لا یو بل آفت دی. دوی د بزکشیو پرسره یوبل سره کینه پیدا کوی، دشهرت په سر، حکومت ته د وړاندی وړاندی کیدو په سر، د ښه آس او ښه چاپ انداز په سر او ډیرو نورو مسایلو کی به سیالی بوخت شی اخر یی خبره دی حد ته ورسیږی. مشران کیسه کوی چی یو بای به دبل تکړه بیچاره چاپ انداز په یوه دسیسه مړ کړ، هغه وخت میډیا نه وه او څوک له قیصو نه خبریدل، حکومت هم لری و یا له دغو اربابانو سره جوړ او د یو بیچاره چاپ انداز مرګ ورته مهم نه و. دمشرانو کیسی چی واورئ جیران به شئ، هغه وخت همداسی کیسی ډیری وی لکه اوس چی دی. ایشجی د دوتستم له ضده ټول ولایت برباد که پخواهم دوستم له جنرال ملک سره همداس لوبه کړی وه داکبر بای خیانت یی درواخله دغه بل بای چی زوی یی (عبدالروف) هغه نوورو بایانو او اربابانو تښتولی د دوی دغه تضادونه د ټول نظام او هیواد لپاره درد سر جوړ شوی او لا به جوړیږی ټول کټه سر خام کله دی ارګ ته یی اخطارونه ورکول د افغانستان نیمه بودجه یی ووهله اخر یو طالب ته تسلیم شول خدای مو خوار که

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب