ژباړن: هارون شفيقي
كه د انسان بوختياويې د وخت په قيد كې راغونډې كړو، همدا تاريخ دى. انسان د وخت په دايره كې يو كار ترسره كوي. تاريخي كړه وړه يوه اوږده كړۍ ده چې د وخت په دايره كې پېښېدونكې واقعې د ځنځير د كړيو په څېر سره ثبتوي چې په يوه كچه سره اوږدېږي.
خو په تاريخي عمل كې لوړتيا او ځوړتيا ډېره وي، خو تر ټولو مهم اړخ چې يوه دوره له بلې، يوه زمانه له بلې سره بېلوي هغه (بدلون) دى. د يوه عربي متل له مخې انسان له خپلو نيكونو زيات له وخت سره غواړي هم نوع وي.
د تاريخ پر دې عمل د پوهېدو لپاره د تاريخ وېش ضروروي دى. په تاريخ كې هغه دوره وپېژندل شي له كومې چې بدلون پيل شوى، چېرته چې د يوې زمانې روح زېږېدلې او په پايله كې يې سياسي، ټولنيز او فكري بدلونونه راغلي دي.
پر تاريخ د پوهېدو لپاره مورخينو تاريخ له مختلفو نظرونو سره په مختلفو دورو وېشلى، د تاريخ پر دې وېشنه مختلف نظريات انځورولاى شو، د مثال په توګه تاريخ د كليزې (جنترۍ) پر اعتبار وېشل شوى چې (له زېږون څخه مخكې، يا قبل ميلاد) او (له زېږون څخه وروسته، يا بعد از ميلاد) دى، يا د مسلمانانو د جاهليت دوره، د اسلام ظهور او د هجرت له مخې تاريخونه سره وېشل شوي دي.
له مذهبي مخې مسلمانانو له اسلام څخه مخكې دورې ته د جاهليت او تيارې زمانه ويلې، چې د اسلام راتلل يوه داسې نښه بولي چې د تيارې او رڼا توپير پرې كېږي.
اسلامي تاريخ مسلمانو مورخينو په دې توګه ويشلى دى، د رسول الله (ص) زمانه يې په سيرت سره بيان كړې او له رسول الله (ص) څخه وروسته د خلفا راشدين زمانه وه، له دې وروسته تاريخ د سياسي كورنيو د بدلون له لارې بيان شو، اموي، عباسي، فاطمي، ساساني، غزنوي، آل بويه، غوري او سلجوقي. له يوې وروسته بله كورنۍ راځي او تاريخي تسلسل پاتې كېږي. د مورخ ډېر پام د دې كورنيو قدرت ته رسېدل او زوال ته وي. په همدې مثال د هندوستان، مصر، ايران او تركيې تاريخ بيانولاى شو، د دې په قدرت كې پاتې كورنيو د هر كس ژوند په ځانګړې توګه له تخت كېناستنې پيلېږي او پر مرګ يې پاى ته رسي.
د تاريخ د وېشنې دوهمه لار دا ده چې د قومونو او تمدنونو مطالعه وشي او د دوى لوړتيا او ځوړتيا دواړه په نښه شي. د پخوانيو تمدنونو د مطالعې، عروج او زوال نقشه د دې لپاره كاږل كېدله چې د دوى د پاچاهانو، كورنيو او فردي حكومتونو په هكله معلومات نه وو، ځكه په سياسي تاريخ كې د پخوانيو تمدنونو پر فرهنګ، كلتور او ثقافت د نورو اړخونو په پرتله زياته مطالعه كېږي.
يو مهال داسې انګېرل كېده چې شخصيتونه تاريخ جوړوي او د دوى له كړو وړو يوه بشپړه زمانه اغېزمنه كېږي، ځكه ډېرى مورخينو همدا شخصيتونه مركز ګڼلي او د پورې زمانې تاريخ يې بيان كړى، لكه د اشوكا او اكبر پاچا او داسې نورو…
په تاريخ كې چې كله د پرمختګ نظريه راغله نو دا فرض كړاى شوه چې انسان پرمخ روان دى، د ده د پرمختګ مخې ته خنډ نشته او دا پرمختګ ښكاره او له څه ستونزې پرته روان دى، نو د انسان په ذهن كې دا خبره راپورته شوه چې پخوانى انسان غير مهذب و. پخوا انسان په جاهليت او تيارو كې و، خو په اوسني پېر كې مهذب شوى، له همدې مخې په تاريخ كې د پخواني (قديم)، منځنۍ پېړۍ (قرون وسطى) او نويو پېړيو (جديد قرون) اصطلاحات رامنځ ته شول. كه څه هم روميانو دا نظريه رد كړې او د پخوانيو پېړيو ښكلى انځور يې نړۍ ته وړاندې كړى او اوسنى پېر يې له ستونزو ډك بللى دى.
تاريخ له فكري اعتباره هم وېشل شوى دى. د بې فكرۍ زمانه او د عقل زمانه. او يا هم ډېرى غورځنګونه مركزي شوي دي او پر بشپړ پېر يې اغېز ښيندلى، لكه د مذهب د اصلاح غورځنګ، د فرانسې انقلاب، د ملت پالنې غورځنګونه، ماشيني زمانه او داسې نور…
انقلابي پوهانو تاريخ د انسان په ماديت كې د بدلون له مخې وېشلى، يعنى هغوى تاريخ د غلامۍ زمانه، فيوداليزم او سرمايه دارۍ په برخو وېشلى دى. د هندوستان مورخ (كوسمبي) هم همدا نظريه په فكر كې درلودله او ويل يې چې كله تاريخ وېشل كېږي نو دې خبرې ته بايد ډېر پام وشي چې په ټولنه كې كوم بدلون راغى چې په ترڅ كې يې د ټولنې بشپړ سياسي، ټولنيز او اقتصادي شكل بدل شو. دا يوازې په هغه صورت كې كېداى شي چې د تاريخ هغه ټولې مرحلې په نښه شي چې د ژوند په مادي سرچينو كې يې بدلون راوست او په پايله كې يې د ټولنې بشپړ نظام بدل شو.
له همدې نظريې سره نشو كولاى تاريخ په سياسي، فكري او ټولنيزه سطحه ووېشو ځكه په تاريخ كې دا بدلونونه وروسته راغلي دي.
په اوسنۍ نړۍ كې دا خبره بايد په ياد ولرو چې كله هم موږ د خپلې زمانې تاريخ ليكو نو په دورو (برخو) كې يې بايد بدلون راولو، ځكه زموږ نوى تاريخ د نوي او پرمختللي ژوند څخه اغېزمن دى.
د لويديز له اغېز څخه د خلاصون لپاره موږ بايد خپل تاريخ آزاد وليكو او په داسې برخو يې ووېشو چې د ملت د تفرقو او تنګ نظرۍ احساسات پكې نه وي او تاريخ په يوه پراخ نظر ټول مطالعه كړي وي.