جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د بريتانيا له يوه ژوبڼ نه ښکنځلمار طوطيان اېستل شوي

د بريتانيا له يوه ژوبڼ نه ښکنځلمار طوطيان اېستل شوي

تاند- په بریتانیا کې له یوه ژوبڼ نه هغه پنځه طوطیان اېستل شوي چې ورغلو کسانو ته به یې ښکنځلې کولې.

دغه طوطیان بیلي، اریک،ټایسون، جیډ او الیسي نومېږي، چې د ژوبڼ میلمنو ته یې د ښکنځلو په کولو سره ډير شهرت موندلی و.

که څه هم د ژوبڼ لیدونکو د دغو طوطیانو په وړه ژبه ښکنځلې جدي نه ګڼلې او لا ورته خوښ وو. خو د ژوبڼ مسوول د طوطیانو دا کار د ورغلو خلکو سپکاوی بللی او دغه طوطیان یې له ژوبڼ نه اېستلي دي.

د‌ ژوبڼ مسوول سټیو نیکولز وايي،دغه پنځه خړ طوطیان له ۲۰۰ نورو افریقايي طوطيانو سره په يوه قفس کې اچول شوي وو، خو د ښکنځلو په کولو سره يې ډير شهرت پيدا کړی و.

نوموړی وايي، که څه هم د دغو طوطيانو ښکنځلو ګڼ خلک ور مات کړي وو او د خلکو سات ورته تېر و،خو ژوبڼ ته، ورتلونکو ماشومانو ته يې په پام سره، له نورو طوطيانو د هغو د جلا کولو پرېکړه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب