جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: په ديارلسو ولایتونو کې ۵۷۹ طالبان وژل شوي او ۱۶۱...

دفاع وزارت: په ديارلسو ولایتونو کې ۵۷۹ طالبان وژل شوي او ۱۶۱ ټپيان دي

تاند(دوشنبه، اسد١٨) – د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۵۷۹ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ نور ټپيان شول.

دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه طالبان د ننګرهار، خوست، لوګر، پکتیا، کندهار، هرات، فراه، جوزجان، سمنګان، هلمند، تخار، کندز او پنجشیر ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان دي.

خبرپاڼه زياتوي، د دغو پېښو پر مهال یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

خو په ورته وخت کې د کندز ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په ښار کې ځاى ځاى هټۍ خلاص شوي او خلک تګ راتګ کوي.

دغه اوسېدونکي زياتوي، د تېرې شپې راهیسې په دننه ښار کې نښتې نه دي شوي خو د ښار په سويل لورته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ياده دې وي، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د کندز ښار په بشپړ ډول ونيوه او امنیتي ځواکونه په هوايي ډګر او پامير ۲۰۱۷ قول اردو کې راغونډ شوي دي.

د کمانډو ځواکونو مسؤلینو ويلي، تېره ورځ يې په دې ښار کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او تصفیوي عملیات يې دوام لري.

بل خوا د بغلان او بدخشان ولايتونو چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو بريدونه يې په شا تمبولي دي.

2 COMMENTS

  1. WE WANT MORE VICTORY FOR AFGHAN ARMY POLICE AND ALL AFGHAN DEFENSE FORCE,
    DEATH ON TALIBS SOLDOUT&SHAMLESS ANIMALS.
    AFGHAN FORCE ARE WINNER INSHA AL LAH
    THANKS

  2. هغه څلور څلور ښځی والا پلوخور اصلی نوکران او د پنجاب غالم جاسوسان ژوندی دی، هوټلو او دبی کی چکرونه وهی امریکایی استخباراتو او پنجابی انګریزی GHQ – ISI- MI6 سره پلانونه جوړوی دا خوار د مدرسو سپیره هلمندیان او کنداریان یی تباه کړل ډله ډله وژل کیږی او د هیواد شتمنی یی برباد او بهترین عسکری وسایل مفته پنجابیانو ترلاسه کړل د دی خوارانو مړی به اوس دلته هوا خرابه او خلک به له بوی نه په تنګ شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب