جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د ملي امنیت دوه افسران په بند محکوم شول

د افغانستان د ملي امنیت دوه افسران په بند محکوم شول

تاند (دوشنبه، اسد١٨) – د افغانستان لويه څارنوالي وايي، د ملي امنیت دوه افسران د ۲۵ زره ډالرو د رشوت په تور له پنځو تر لسو کالو په بند محکوم شول.

لويه څارنوالۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ۰۲۰ ریاست فعال احتیاطي کارکوونکی برید جنرال سید محمد عظیم او د ملي امنیت ریاست د تحقیق مدیر ډګروال محمد ناظم د دغې قضيې تورن دي.

خبرپاڼه کې راغلي، دا دوه کسان د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې له خوا د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۱۷ په علني توګه محکمه شول.

د خبرپاڼې له مخې د څارنوال د موندنو پر اساس، دغو تورنو په ګډه، د دولتي کارکوونکي د ترور لپاره له طالبانو سره د همکارۍ په تور یو کس، د ۳۰ زرو امریکايي ډالرو په بدل کې خوشې کاوه، چې د ۲۵ زره امریکايي ډالرو د ترلاسي پر مهال د کشفي ځواکونو له خوا په بالفعل ډول ونیول شول.

د سرچينې په وينا د قضیې موظف څارنوال، د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته له قضايي پلاوي څخه تورنو ته د جزا کوډ د ۳۷۰ مادې څلورمې فقرې، ۳۷۱ مادې شپږمې فقرې، ۳۷۰ مادې لومړۍ فقرې او ۳۸۵ مادې دویمې فقرې پر اساس د جزا غوښتنه وکړه.

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې برید جنرال سید محمد عظیم په دې قضیه کې د لاس لرلو په تور په پنځو کالو او یوې میاشتې او ډګروال محمد ناظم په لسو کالو او یوې میاشتې تنفیذي حبس او له وظیفې پر انفصال محکوم کړل.

دغه راز دغې محکمې هر یو د ۲۵ زره امریکايي ډالرو په ورکړې او د یوه آیفون ۱۱ پرومکس بیې چې ۱۰۴ زره ۳۵۵ افغانۍ کېږي، په سپارلو محکوم کړل.

د یادونې وړ ده، چې د یادو شویو کسانو ابتداییه محکمه د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر شپږمه په ورته مجازاتو شوې وه.

1 COMMENT

  1. د ملي خیانت د جرم په سبب باید په اشد مجازات (اعدام) محکوم شوي وای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب