Homeخبرونهافغان ځواکونو د تخار، فرخار او ورسج ولسوالۍ بيرته نيولي دي

افغان ځواکونو د تخار، فرخار او ورسج ولسوالۍ بيرته نيولي دي

تاند( دوشنبه د اسد ۱۸ مه) افغان ځواکونو د تخار ولایت فرخار او ورسج ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولي دي.

امنیتي چارواکي وایي، چې پرون افغان امنیتي ځواکونه په یوه تکتیکي شاتګ سره د تخار ولایت له مرکز تالقان ښار نه ووتل، او د دغه ولایت د فرخار او ورسج ولسوالیو پر لور یې عملیات پېل کړل او دغه ولسوالۍ یې بېرته ونیولې.

امنیتي چارواکي زیاتوي، چې اوس افغان ځواکونه پر تالقان ښار د چاڼیزو عملیاتو د پلان پر جوړولو لګیا دي او ډیر ژر به دغه ښار له طالبانو بېرته ونیسي.

د امنیتي چارواکو په وینا،د فرخار او ورسج ولسوالیو د نیولو په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل خوا د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د هوایي ځواکونو رول اغېزناک ګڼي او له حکومته غواړي،چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ زیات کړي.

اخوا عبدالرشید دوستم د هېواد د شمال د وروستیو پېښو په غبرګون کې ویلي دي،چې په شمالي ولایتونو کې وضعیت ډیر ژر بدلېدونکی دی.

د ده په وینا، طالبان به ډير ژر له سختې ماتې سره مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...