جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د هند او انګلستان لومړۍ ټېسټ لوبه مساوي شوه

د هند او انګلستان لومړۍ ټېسټ لوبه مساوي شوه

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۸) د هندوستان او انګلستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.

دا لوبه پرون د لوبې په ۵مه ورځ د باران له امله مساوي شوه.

په دې لوبه کې انګلستان په خپلې لومړۍ پاڼې کې ۱۸۳ منډې وکړې او هند یې په مقابل کې ۲۷۸ منډې ترسره کړي.

په لومړۍ پاڼۍ کې انګلستان لپاره روټ ۶۴ او هند لپاره راهول ۸۴ منډې وکړې.

په دوهمه پاڼۍ کې بیا انګلستانۍ لوبډلې ۳۰۳ منډې وکړې، چې بیا هم دوی لپاره روټ ۱۰۹ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

هند د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۵۲ منډې وکړې او لوبه د باران له امله وځنډېده او مساوي پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...