جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهعبدالله او د سولې په چارو کې د دولت وزیر نن ماښام...

عبدالله او د سولې په چارو کې د دولت وزیر نن ماښام دوحې ته ځي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۸) ټاکل شوې ده، چې نن ماښام د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري قطر ته سفر وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا یو شمېر سرچینې وایي، چې دغه پلاوی به سبا سه شنبه په دوحه کې د یو شمېر هغو هېوادونو استازو سره وګوري چې د افغانستان سولې بهیر کې دخیل دي.

سرچینه وایي، چې دغه پلاوی به د چهارشنبې په ورځ د ترویکا پلس غړو هېوادونو استازو سره هم د افغان سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې امریکا، چین او روسیه د ترویکا اصلي غړي دي او ټاکل شوې په دې غونډه کې د پاکستان او قطر استازي هم ګډون وکړي.

دا پلاوی داسې مهال دوحې ته سفر کوي، چې په افغانستان کې جګړو تر بل هر وخت زور اخیستی او هره ورځ دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

طالبان ادعا کوي چې یو شمېر ولایتونه یې نیولي ،خو په ورته وخت کې بیا افغان امنیتي چارواکي وایي، چې د طالبانو پر ضد یې په ګڼو ولایتونونو کې عملیات روان دي او دوی یې په ځینو سیمو کې سخت ځپلې هم دي.

1 COMMENT

  1. په ملګری ملتونو د امنیت شورا لازمه وه چی برتانیی د افغانستان د وضعیت په اړه خپل دریځ روښآنه کړی دا چی دوی پوهیږی چی ټول جګړه ماران پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنه او دا خلی جګړو کی د پاکستان له لوری نظامی او مالی ملاتړ کیده نو لدی وجهی برتانیی خپل ځان بی طرفه حساب کړ مګر هند باید دی چاری ته لازمه توجه کړی مګر امریکا هم څومره چی لازمه وو ګام ندی پورته کړی ځکه کچیری دوی ریښتینی سوله او ثبات په افغانستان کی غوښتلی نو له نن څخه پخوا ۴۵ کاله مخکی یی باید د پاکستان ملاتړ نه کولی نو لدی معلومیږی چی پاکستان څومره ځان ته غره ده او زور آزماینه کوی شاته یی برتانیه، امریکا او چین دی او امریکا کولای شی د هند څخه لاسنوی وکړی ترڅو چین، او پاکستان په وړاندی سیاسی او نظامی او اقتصادی فشارو زیاد شی او لدی شومو کړنو او پلانونو او موخو څخه را وګرځی

    همدا نن چی افغان چارواکی دوحی ته ځی باید مخکی لدی په ملګری ملتونو او نړیوالی محکمی په پاکستان شکایت کړای وای مګر دوی اصلی ځای ته چی محاکمه (هاګ محاکمه ) ده شکایت نکوی نو ټول دولتی چارواکی په خارجی هیوادونو د پآکستان پر ضد باید لاریونونه تنظیم کړی ترڅو نړی را بیداره شی بی لدی هیڅ لار نشته ځکه امریکا او نړی اوس له افغانستان څخه لاس اخیستی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب