پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeفلسفههېڅ فلسفه د عینیت فلسفه

هېڅ فلسفه د عینیت فلسفه

خان ولي بشرمل

دا چې پخواني فکرونه د یوه سپېڅلي او مطلق  عینیت او  بیا په عینیت کې د موضوعي یا لا تخیلي فکرونو او ذهني سیورو زیږنده ده، څه نوې خبره نده. بلکې له تاریخ څخه د تښتېدلو مبلغینو او عینیت پرستانو پروپګنډا او کمزوري ده. البته د فکر پالو، روڼ اندو او د بشرپوهانو لپاره هېڅ فکري تېروتنه نشي کیدای، بلکې د تېر تاریخ د خرافاتو، توهماتو، ماشومانه فکرونو او تر ټولو اړینه دا چې د غالبو ځواکونو زیږنده او تش په میدان ولاړ(بې ریښې) نازک عینیتي، غیرمادي او تخیلي احساس او فکري تېروتنه ده، چې د ډېرو  پټو او نامالومو ځواکونو یانې مخفي ځواکونو سره لاس او ګرېوان نه کېدل دي. خو ولې په لاشعور کې په عملي توګه دا  ځواکونه د مادي حضور له برکته، چې تش مادي دی، روزول کېږي.

البته عمده علت د تورو، وروسته پاتې او نفې ځواکونو د بیا زیږون په چوکاټ کې راوستل دي، که هر څومره مونږ د قدیم عدم یا غیر عدم، د دلیل په هېڅ دلیل اوښتل، د یو څو عادي او نویو مبالغو ورخطاء فلسفیانو په خوله، البته له عمیق او کره څېړلو پرته، دا وایو چې قدیم شته یا نشته؛ خو ترې خبر نه یو، دا امکان نه لري، چې یاد شوي ځواکونه د زمان او عینیتی اوضاع سره د ټکر په ترڅ کې بیا راژوندي کړای شي یا دا چې ټکر کېدلای نشي ولې چې دوی شتون نلري، په داسې صورت کې چې مونږ هېڅ یو، تاریخ یا زمان نشو موندلی چې له سره لیکلی شوی وی یا د پخواني زمان د تکرار له امله په وجود کې راوړلای شوی وی؛ خو البته دا تېر او وروسته پاتې خنثي عناصر ګڼلۍ شو، خو داسې نشې کیدای چې د دوی له زمانی پرمختګ یا ونډې څخه انکار وشي.

په نړۍ کې د لویو لویو تمدنونو متمدن پرمختګ د مادي او عیني حالاتو په ترڅ کې رامنځته شوی، که څه هم د مابعدالطبعیت پیروان یا په خپله مابعدالطبعیت جوړونکي یاده اعاده د خپلو ځانونو د خوندیتوب په موخه کوي چې د حالاتو او عناصرو په تولید او ځوانېدو سره ورځ تر بلې بربنډېږي او واضحه کیږي. په دې هر څوک پوهېږی چې د عینیت فلسفه د ساینس، دیالکتیک او کوانټم فزیک وروسته  په کوم حال پاتې ده او څه راتلونکی لري، خو هغه څوک نه پوهېږي چې په تضاد او بیا په تضاد کې له تضاد څخه ځان خبرول نه غواړي، البته که په لنډو او ساده ټکو کې وویل شي چې دوی هېڅکله خپلو هغو مادي حساسو تارونو ته زحمت ندی ورکړی، تر څو دوی ادراک وکولای شي، مګر د عینیت د فلسفې طرفداره قشر د عادي او غیر فلسفي اصطلاحاتو له مخې ماده پرست یعنې د مال او دولت پرستان ګڼل کېږي، په عام ډول په اوسمهال کې یو د عادي او عمومي فکر په توګه منل کېږي. خو په حقیقت کې داسې نه ده بلکه د عینیت پرستانو دا ډول خبرې حتی نشي کولای چې د ۲۶۰۰ کاله پخواني ماټریالیست فلسفي طالیس ملطي ځای ونیسي.

طالیس لومړۍ ماټریالیسټ و، چې د رومیانو، مصریانو، بابلیانو او هندوانو د وخت ټول هغه پیاوړي معبودان او عینیتي ځواکونه یې د ماټریالیزم او ساینس د لومړنیو ماشومانه فکرونو په مرسته له خاورو سره خاورې کړل، او د مادي نړۍ اکثرو ړندو عینیتي او کم شمېره ویښو مادي عناصرو ته یې لاره هواره کړه، تر څو پر ژېړ آسمان د راتلونکو مادي وسایلو او حقیقت لپاره د لا څېړونو او تجسس لاره مساعده شي. که څه هم وروسته د ارسطو، چې په خپل غیر شعوري ارزونو کې یې د تضاد خبره کړې ده او دا یې ویلي دي، چې فکر کړه  او د مادې تکامل له چاپېریال او تضاد څخه زیږون مومي، یو په زړه پوري دیالکتیکي بحث و، خو د خپل استاد په اند یې چې یو نسبي بحث دی، او په ژورو کې په غیر لاشعور کې له شعور څخه هېڅ ته رسیږي چې، د ستایني وړ خبره وه؛ مګر بیا وروسته د ړانده عیسایت د تنګ نظرۍ له امله تورو تیارو ته واچول شوه او د سوونو کالو لپاره همداسې پاتې شوه، خو د کلیسا د لیونتوب له امله ورو ورو د پټو عناصرو د ښورېدلو، ځورېدلو او  پړسېدو له امله، له تنګ نظره چاپېریال څخه د راوتلو او عربو ته داخلېدلو په ترڅ کې یې کیفیتي بدلون وموند او  د عینیتي فلسفي څخه د لږ شمېر حقیقت راوتل، او بیا پر دا ځمکه د لږ وخت لپاره ځان موندل، یوه لویه بریا وه.

دا عناصر د عربو د روڼ اندۍ له امله تر یو معیار پورې ساه اخیستلو ته پرېښودل شول، خو ولې دلته هم د وخت د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او پوهنیز فکري تنزل له امله دې ته اړ شول، چې بېرته د اروپا لمن ته ځان وغورځوي. همداسې وشول، اروپا چې د کوچنیو کمیتي بدلونونو زانګو وه، په داسې حال کې نه وه، چې کیفیتي بدلونونو ته غاړه کېږدي، خو ولې له تېر څخه تېر شوي غربیان، د زوړ مارکس په اوسنۍ وړاندوینه، مادي حالاتو ته په کتو سره پوه شوي وو چې نوی له زوړ څخه ډېر مترقي او پر مختللی وي، که څه هم سُست وي او په شېبه شېبه رامنځته کېږي.

خو ولې د ټوپ وهلو په صورت کې لا کیفیتي شي، چې سرته رسېدو سره سم یو بل نفې ته لاره هواره کړي؛ البته په ډېره باوري توګه ویل شوو، چې عینیتي فکر کوونکي نه فقط له دې څخه محروم دي، بلکې خنثي دي، ولې چې دوی هر څه په نیم تخیل، غالب تخیل او بیا په غالب تخیل کې په مجرد پریږدی، چې دا نه فقط د یو شي، عینیتي فکر کول دي، بلکې حتمی کول دي. چې په دا کې د عینیت فلسفه نه یوازې پاتې راځي، بلکې ځان هغو وزرو ته سپارل غواړي، چې په خپله هېڅ امکان، هېڅ تخیل او بیا په دا کې له هېڅ څخه راپورته شوې وي.

د فلسفې، ساینس او ټېکنالوژۍ اوسنیو ډغرو اوضاع څه ډېره بربنډه کړې ده، او د ځینو په نظر، هر څه واضحه شوي دي، خو دا خبره په دې خاطر نده سمه، چې اوس د فلسفې قوانین لا پېچلي شوي، ولې تر څنګ  يې خورا پراخوالی هم موندلی دی. حالات دومره ندی خام، لکه څومره چې دوه درې زره کاله وړاندې وو، بلکې اوس ډېر شمېر کږلېچونه له میکانیاتي، میخانیکي او هان له ډیالکټیکي فلسفې څخه هم تېر شوي دي، بلکې خاص کوانټم فزیک ته اړتیا لري، چې دا هر څه په خپله د ټولو هغو ځواکونو مخ بربنډوي چې شتون ولري.

ولې چې اوس د جغرافیې پر ځای له  ټوپولوجي څخه کار اخیستل کېږي، او بیا دا چې د اټم په میلیونو څه چې په میلیاردونو وېشل کېدل، نه فقط عینیتي فلسفې ته ضربه ورکړې ده، بلکې هغو ټولو ړندو ځواکونو ته یې هم ماتې ورکړه چې تل یې د پروټون، نیوټرون او الیکټرون د نه وېشلو خبره کوله. د دوی نیم خیاله لیونۍ او نیم ارواه ملګرۍ ژان ژوک روسو د علي عباس جلالپورې په ماخذونو کې لیکي:

له فکر کوونکي څخه ځنګلي حیوان هم ښه دی!

شاعر ایټس د دماغو د هډوکو له تل څخه فکر کوی، وایی:

خدای دې ما،  له هغو خیالاتو وساتي چې

فقط په ذهن کې راپیدا کیږي

هغه سړی چې ناپوهه سندرې وایی

د هډوکو له تل څخه فکر کوي

عینیت فلسفي ته ورته یو بل رُومانټیسسټ وکتور هوګو خپل بی لارې ملګری ته خط لیکې:

“باید زما مسابقه له یسوع سره کېښودلی شي، یو وخت به راشي چې خلک به د یسوع مسیحا پر ځای د نوي کال پیل د وکتور هوګو له کال څخه کوي”.

دا هغه خلک دي، چې پر عدم تاریخ باور لري؛ خو  ولې په تصور او هېڅ تخیل کې یې تیر پروت دی، البته له دې څخه انکارې کېدل، دوی ته یو آسانه کار دی.

یو فلسفي ویلي دي، چې زه له هغو تش په نوم فلسفیانو څخه زښته زیاته کرکه کوم، چې تش په سړه، ښکلې او  ارامه کوټه کې کېښني، او د فکر، تخیل او خوند خبرې وکړي، ولې د دې خبرې اړتیا ده، چې هغه څه باید تر سره شي، چې ټولنه ورته ضرورت لري، البته هغه خلک چې فلسفه کفر ګڼي، لکه امام ابن تیمیه (وفات- ۱۳۲۸) چې کله د امام حنبل په تقلید کې، پر دا خبره زور راوړ چې باید هر هغه شی، د غندنې وړ وګڼل شي، چې د اسلام بنسټیزو اساساتو ته د تکامل په سترګه ګوري، او فقط قرآن او حدیث په لفظي تفسیر سره د خلکو په چوپړ کې وړاندې شي، چې وروسته عبدالوهاب هر بل علم پر خلکو حرام وګاڼه، خو پرته له قرآن او حدیث، البته ډېره یې امام ابن تیمیه اېښې وه، چې کله دوی دا وویل، فلسفه مسلمان د کفر په لورې بیایي، باید له مطالعی یې ډډه وشي.

د عینیت فلسفه د ځینو ساینسپوهانو، ارواه پوهانو، ځمکپوهانو او تش په نوم ټولنپوهانو لخوا د خوند علت ګڼل کېږي، او بیا دا چې دوی، چاپیریال او له چاپیریال څخه اغېزمنتیا او بیا د ذهن په صورت کې یوې پایلی ته رسېدل، په ازل کې پلان شوي یو عکس او خیال ګڼي چې ورته په آسانو ټکو کې خیال پرستي وایی، نه فلسفه!

او بیا په ډېره مایوسۍ دا غږ کوي چې:

Show me the light what is dark to me?

By John Milton

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب