یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د سقراط ژوند او فلسفه| محمدولی رښتین

د سقراط ژوند او فلسفه| محمدولی رښتین

 د سقراط د ژوند په اړه چې کوم معلومات لرو، د دریو راویانو (اریستوفینيز، اپلاتون او زینوفن) څخه  را نقل شوي دي.

سقراط د یونان ستر فیلسوف، د اخلاقو مبلغ او لوی استاد په ۴۶۹م زکال کې د اتن په ښار کې پیدا شوی. پلار یې سوفرونسکوس یو مجسمه ساز او ډبر توږی ؤ.

سقراط هم لومړی د ډبر توږي کوله، خو د خپلو احساساتو له امله دا کسب نیمګړی پریښود. مور یې فیناریټي یوه پوهه او اخلاقي ښځه وه، هغې به د ماشومانو روزنه کوله او د خپل زوی یې هم ښه روزنه کړي وه او نیکې چارې یې ور ښودلي وي.

د سقراط کورنۍ یوه هنرمنده او فنکاره کورنۍ وه، نو ځکه د اتن خلکو دوي ته په درنه سترګه کتل. سقراط د هغه وخت په نصاب کې ټول شامل ټول مضامن لوستي ؤ او د اتن د قانون له مخې هر ښاري ته فوځي روزنه ورکیده، سقراط د یو فوځي په توګه د سپاراټا او اتن په جنګ کې يې برخه اخیستې وه اوخورا ښه ځلیدلی ؤ.

 د سقراط په ژوند کې تر څلویښت کلنۍ وروسته هر اړخیز بدلونون راغلل.

سقراط یو عالم، غښتلی، دلاوره،انسان پاله، بشردوسته، حق پرسته او په په قانون پوه شځص ؤ آو په هغه کسانو چې د قانون خلاف يې پریکړې کولې څو څو وارې يې ورباندې نیوکې وکړي. په ۴۰۶ م ز کال کې د مشرانو د جرګې غړی وټاکل شو، نوموړي په لومړۍ ورځ د جرګې په رئس نیوکې وکړي او ورته یې وویل چې زه ستا پریکړې د قانون خلاف بولم. همدارنګه داسې څوڅو ځله یې په لوړ پوړو چارواکو چې پریکړې به یې د قانون خلاف وي نیوکې وکړي. دغو نیوکو ورته ډیر دښمان پيدا کړل، خو دی له خپلو حقایقو په شا نه شو او هغه ؤ چې مرګ یې له همدوغو نیوکو څخه شو.

ګیرایټو د سقراط په اړه ویلي، چې ما په ټول ژوند کې د سقراط غوندې شریفه، تحمل مزاجه او عالم شخص نه ؤ لیدلی.

سقراط په هیواد مین شخص ؤ، اپلاتون ويلي، چې سقراط له خپل هيواد سره اورنۍ مینه لرله، سره له دې چې په هیواد کې ناپوهې او زورواکي اوج ته رسیدلي ؤ، خو له هیواد سره یې مینې دې ته پرینښود چې له هیواد څخه ووځي. د خپلو هیوادوالو سره د مینې په خاطر یې غوښتل چې، هیواد وال یې لوستي، پوه او د نور له قید څخه ازاد وي او د خوښې ژوند ولري.

سقراط له هنر، فن او تخلیق څخه ډک انسان ؤ او دې نتیجې ته ورسیده،چې هر شی لکه کور، میز، چوکۍ او داسې …د انسان په ذهین کې مخکې له مخکې خوندې وي او بیا انسان د خپلي پوهې په وسیله دغه شي ته مادي شکل ورکوي.

د سقراط  نیږدې ملګرو کیرایټواو اپلاتون ویلي، چې په سقراط به وخت نا وخت یو داسې حالت را تلو  له ځانه به نا خبره او کوم کار چې به يې کول ترې پاتې شو. دا ډول خالت سقراط نه خوښاوه، که څّه هم له نیکۍ او ښیګڼو څخه یې خبر ؤ، خو د کم عمري له امله یې دا حالت نه شوای بیانولی. دغه کیفیت به سقراط ته یو ډول باور او اطمینان ورکاوه او په خپل کار به یې متمرکز کاوه.

د سقراط کورنی ژوند له غم او کړاو څخه ډک ؤ سقراط د یونان د رواجونو په مطابق له میرټو نومي نجلۍ سره واده وکړل؛د واده یې لا یو نیم کال نه و پوره شوی چې میرتو د وبا د ناروغۍ ښکار شوه. دوهم واده یې په پنځه څلویښت کلنۍ کې له زینټي پې نومي نجلۍ سره وکړل. ویل کیږي چې دغه ښځه دعمر په لحاظ تر سقراط شل کاله وړه وه، نو همدا لامل و چې ژوند یې له ستونزو څخه ډک ؤاو بله داچې زینتي پې د بد کلامۍ له امله په ټول اتن کې مشهوره وه، خوهر قسم چلند یې سقراط په ورین تندي زغمل.

د زینتي پي د بد کلامۍ له امله ځینې خلک له سقراط څخه خپه ؤ.

سقراط فلسفه له اسمان څخه ځمکې ته را ښکته کړه.

له سقراط څخه مخکې د سوفیسطایان او فیثاغورث خپلې فلسفه خلکو ته بیانولي، خو د سقراط په پرتله پرمختللي نه وي، ځکه چې  سقراط  رښتینولي، مینه، د نفس ساتنه، د روح پاکوالی، نیکي او علم د خپلې فلسفې عمده موضوعات ؤ.

ــ سقراط پوهیده چې رښتینولي ابدي شی دی او هیڅوک ورته زیان نه شي رسولی.

ــ سقراط مینه د نړۍ تر ټول قیمتي شی بللی.

ــ موږ ته په کار ده، چې د خپل نفس ساتنه وکړو، ځکه چې په دې کې راحت او سکون نغښتی دي او کله چې نفس اصلاح شي، انسان هغه وخت پر ځان باوري کیدای شي

ــ د انسان په ژوند کې روح، ذهین او عقل مرکزي رول لوبوي، په داسې حال کې چې د جسم اهمیت ثانوي دي د روح او عقل په مرسته انسان ورځنی ژوند پر مخ بیایي.

ــ د یو چا د شخصیت پر ځای د هغه له جسم سره مینه د حیواناتو کار دی.

ــ یو بدرنګه انسان کولای شي چې خپله بدرنګې د نیکي پر مټ له ځانه لرې کړي او ښایسته انسان ته په کار ده، چې په خپل ښایست باندې د بدو داغ پرینږدي.

ــ له ټولو انسانانو سره باید یو ډول انصاف وشي.

ــ که دلته در سره انصاف ونه شو، په اخرت کې به ضرور در سره کیږي.

ــ سیاست یو فن دی، د خدای(ج) ورکړه، صلاحیت او تر څنګ یې ژورې مطالعې ته اړتیا ده.

ــ د هیوادنۍ چارو د چلولو لپاره یو داسې شخص ته اړتیا ده چې د سیاست له ټولو رمزونو سره بلد وي او د ملک بیړۍ د وخت له طوفان څخه و ژغوري.

ــ ټول متضاد شیان د بیلګې په توګه کم او زیات، شپه او ورځ، ژوند او مرګ، غټ او وړوکی …په خپلو کې سره هم مسلکه دي، چې د یو نه وروسته بل را پیدا کیږي. لکه څنګه چې له شپه ختمیږي او سهار راځي او همدارنګه ژوند ختمیږي او مرګ راځي، په همدې سبب دغه متضاد شيان یو د بل ځای نیسي.

ــ زه مرګ په لور روان یم او ته د ژوند په لور، خو په ما او تا کې چې څوک د تقدیر په لور روان دي، الله ج ورباندې ښه پوهیږي.

ــ سیاست یو هنر او جمهوریت یو طی شوی حماقت دی.

 ــ زه وایم که یو څوک خپل ځان فلسفې ته وقف کړي د مړینې پر وخت به پر ځان ډیر مطمین وي.

ــ د ریاست مثال د یوه ښه چاغ اس په څیر دی، چې له ډیر چاغوالي دومره لټ شوی وي چې په لار تللی نه شي، نو ددې لپاره یوې داسې مچۍ ته اړتیا ده، چې ویې چیچې او را ویښ یې کړي.

      ــ د نیکو حلکو لپاره هغه دنیا یو نعمت ده.

ــ هغه څوک چې د نیکي درس ورکوی نیک نه دی، بلکې په خپله نیکي کول نیکې ده.

ــ مرګ د مصبت یا یوې غظیمې بلا نوم نه ده، له مرګه مه ویریږي، مرګ خو له یو ځای څخه بل ځای ته د انتقال نوم دی، مرګ خو له سکون څخه ډک خوب دی، زما پر دې یقین دی چې زه به له مرګ وروسته له هغه خدای سره وینم چې تر ټولو ښه دی.

ــ د دولت پر مټ فضیلت او بهتروالی نه شئ لاسته راوړلی، بلکې د فضیلت پر مټ کولي شئ، چې هم دولت لاسه راوړئ او هم د ټولنې په خیر شئ.

ــ فلسفه له کتاب څخه نه بلکې له ژوند څخه په ژوندۍ بڼه را وځي او زده کیږي.

ــ تاسو د بل د کور څراغ مه وژنئ، بلکې په خپل کور د څراغ د بلولو په فکر کې شئ.

ــ هر هغه څه ومنئ، چې بنسټ یې پر دلایلو باندې ولاړ وي.

ــ تر ټولو بې وقفه انسان هغه دی، چې فتنې زیږوي او جګړې کوي.

ــ یو قانون ماتوونکی او دروغجن سړی په اسانۍ سره ګمراه کولی شي.

ــ علم تقوا ده.

ــ په ځوانۍ کې نیمه وخوره او نیمه وساته.

ــ که چیري په یو دفتر یا کوم بل ځای کې مشر شوي لومړی له هغه ځایه بد خلک وباسه، چې هغه بدي بیا تاته منسوبیږي.

ــ ستا سینه چې ستا د راز ساتلو لپاره تنګه ده، د نورو سینې خو حتما ورته تنګیږي.

ــ ذخیرې مو کمی کړي، مصیبتونه پخپله کمیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب