شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهله طالبانو په جنګي لیکو کې د کم عمرو ځوانانو د ګډون...

له طالبانو په جنګي لیکو کې د کم عمرو ځوانانو د ګډون ختمولو غوښتنه

تاند (یکشنبه، د جدي درېیمه) ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې د طالبانو له چارواکو غوښتي چې په خپلو جنګي لیکو کې د کم عمرو ځوانانو ګډون نور پای ته ورسوي.

په دغه راپور کې طالبان تورن شوي چې له ۱۸ کلونو څخه کم عمره ځوانان یې په خپلو لیکو کې ګومارلي.

راپور زیاتوي چې د وسله والو شخړو له پای ته رسېدو سره- سره په افغانستان کې لا هم د ماشومانو او کم عمرو ځوانانو پر وړاندې ناوړه چلند دوام لري او دوی د تاوتریخوالي د نورو بڼو قرباني دي.

فقر، له زده کړو محرومیت، کډوالۍ ته اړ کېدل او له یو شمېر نورو حقونو او مناسبو شرایطو محرومیت په دې برخه کې عمده ستونزې یادې شوې دي.

د طالبانو چارواکو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په عام ډول د دوی نقدونکي راپورونه تل د دوی د ویاندویانو لخوا ردیږي.

مخکې د طالبانو د امربالمعروف وزارت چارواکو ډېرځله له خپلو نظامي لیکو د څارنې او له دغو لیکو د کم عمرو ځوانانو د ویستو د ټینګار خبر ورکړی و.

4 COMMENTS

  1. ببرک خانه دا په کوم آيت يا حديث فرمايل شوي چي ۱۲ کلن ځوانيږي او جهاد (کوم جاهد) پري فرض ده او که دد معاملي شاته کوم بل حرامي توب پروت ده .

  2. محترم لټ صاحب شاغلۍ ببرک به مرتجع خصلت لری او کوشش به کوی چی ددی چټل اظهار په وسیله تربیه شوو قادیانیو طالبانو ته ځان نیږدی کړی داسی ناپوه مرتجع کسانو مقابل کښی باید جدی رفتار وشی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب