دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهله بهرنیو هېوادونو د ۸۰۰ زرو افغانانو را ستنېدل

له بهرنیو هېوادونو د ۸۰۰ زرو افغانانو را ستنېدل

تاند (یکشنبه، د جدي درېیمه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد له تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې هېواد ته له بېلابېلو هېوادونو څخه د شاوخوا ۸۰۰ زرو افغانانو د ستنېدو خبر ورکړی.

مجاهد ویلي چې د دغو کسانو نږدې نیمایي یی له پاکستان او پاتې نور له ایران، ترکیې او نورو هېوادونو را ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې ډېر ستانه شوي کډوال وایي چې دوی له دغو هېوادونو په زوره ایستل شوي او په هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو چارواکي بیا ستنو شویو افغانانو سره د لازمو مرستو خبر ورکوي او له نړیوالې ټولنې هم ورسره د مرستو غوښتنه لري.

یو شمېر افغانان سره له دې چې هېواد ته د افغانانو ستنېدل ګټور بولي، خو د طالبانو چارواکي او د کډوالو د حقونو نړیوال بنسټونه د افغان کډوالو د زر او نامناسب شړلو پر وړاندې د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې پاتې بولي.

2 COMMENTS

  1. پردی کټ ترنیمو شپو وي .

    خپل ګران وطن افغانستان ته د افغان کډوالو او مهاجرو راستنېدل یو نیک کار دي . مونږ به یې په نیک فال ونیسو. هغوی به یو څو میاشتې سختي او زحمتونه وګالي . اما لکه څنګه چې خدای تعالی وعده کړې : په هره سختي پسې دوه آساني راځي.
    ان شاءالله نور به دا وطن په ګډه جوړوو. دلته نور هغه پخواني مرضونه او ګوندونه ختم شویدي . نه خلق شته نه پرچم ، نه جمعیت شته ، نه حرکت شیخ آصف محسني …. باید لویې عمراني پروژې تر لاس لاندې ونیول شي او خلکو ته د کرنې مځکې ورکړل شي .
    خپل وطن کشمیر دی ، نور به دا وطن نه ورانوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب