پښتنه خاوره هيڅ وخت له جنګ او جګړې نه ده خلاصه شوې.
هغه که له مستۍ يا مجبورۍ جګړه وي او که پر موږ راتپل شوې.
دښمنان که داخلي وي، که خارجي، دلته يو و بل ته په سنګرونو کي ناست وي او پر يو و بل نښه نيسي.
د نړۍ هر زورور چي کله هم خپل زور ازمويلو ته شوق شوی دی؛ نو پښتني خاوره ئې د خپل شوق پوره کولو لپاره ډګر کړی دی.
دلته خپل سيال ته زور ښکاره کوي.
له پښتانه وطنه لابراتوار جوړ کړي او خپلي وسلې ازمويي.
غم دا دی، چي د هر رنګ او په هر نامه جنګ تاوان پښتون او پښتنې خاوري ته رسېږي.
د جنګ لوبغاړي هم پښتانه شي.
دښمن د خپل مکر او فرېب په خوږو کي د پښتانه پر اوږو ټوپک ايښی دی او پر خپل سيال ډز کوي.
نه يووالی او يو و بل نه منل هم د پښتنو لويه ناکامي ده.
پښتون ملت که يو شي او يو و بل ته د اتحاد لاس ورکړي، هيڅ دښمن ئې زور نه لري. بدبختانه له پېړيو، پېړيو راهيسي مکار دښمن د پښتانه له بې اتفاقۍ ښه ګټه کړې ده او خپلي شومي موخي ئې عملي کړي دي.
د پښتون فطرت غلامي نه مني. همېشه ئې د خپلي خاوري ننګه او دفاع د سر او ځان په قربانيو کړې ده. هيڅ دښمن ته ئې سر نه دی ټيټ کړی او هر يرغلګر ته ئې د سر په کاسه کي اوبه ورکړي دي.
پښتون همېشه دا فورموله وايي، چي سر تر وطن قربان.
ښه دا ده، چي پښتانه علمي او سياسي شعور په ځان کي پيدا کړي او نور دا فورمول وکاوروي، چي سر وساتي او وطن پرې جوړ کړي.
که ټول پر وطن سر ورکوو، وطن چا ته پرېږدئ او په چا ئې ودانوئ؟!
موږ هر وخت، هر جنګ په هره قربانۍ ګټلی دی، خو سياست وبايلو.
په داسي ګټلې جګړه، چي سياست مو پکي بايللی وي، هيڅ نه ده جوړه.
پای دا چي
څو چي پښتانه يو نشي، علم و نه کړي، سياسي پوهه او بصيرت و نه لري، دا ستونزي او مشکلات به بيا تکرارېږي.
د دروېش دراني خبره:
خوار به وي دروېشه او دغسي به خوار پاته وي
څو چي پښتانه د لوی خوشحال خبره وانه وري