سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد شېخ ندایم ادعا؛ بهرنیان مو په چارو کې لاسوهنه او د...

د شېخ ندایم ادعا؛ بهرنیان مو په چارو کې لاسوهنه او د شریعت د تطبیق مخه نیسي

تاند (شنبه، د جدي دویمه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم چې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله د تر ټولو افراطي ډلې له مهمو غړو ګڼل کېږي، نن په یوه بله وینا کې بیا له مشخص نوم اخیستو پرته یو شمېر هېوادونه د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورن کړي.

هغه تور پورې کړی چې دغه هېوادونه په مختلفو پلمو د دوی پر رژیم نیوکې کوي او په خبره یې د « اسلامي شریعت» د تطبیق پر وړاندې خنډونه غواړي جوړ کړي.

شېخ ندیم د کابل په یوه مدرسه کې له خپلو هم فکرو ملایانو وغوښتل چې د دغو هېوادونو او هڅو پر وړاندې یې ودرېږي.

هغه زیاته کړه: «کله به ستا پر حجاب باندې اعتراض کوي، کله ستا پر رجم (سنګسار)اعتراض کوي او کله به ستا د اسلامي دین د شعایرو پر اظهار باندې نیوکه کوي، نو ددغو ټولو مسایلو ته د علماوو کرامو مکلفیت دی چې ورته متوجه شي، د هر ناروا او د هر ګمراه هر بې‌دینه تاسې قدرمن علما به یې کوئ.»

دغه طالب مقام دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې نه یوازې نړیواله ټولنه؛ بلکې لویه برخه افغانان هم له طالب رژیم څخه د اصلاح کېدو او واضحو غوښتنو عملي کېدل غواړي.

د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د تلف شوي حق بیرته ورکړه، د اساسي قانون او ټولو ته د منلو وړ مشروع نظام رامنځته کول، د افغانستان له خاورې ترهګرو ډلو ته د استفادې د اجازې نه ورکول او دغه راز د بشري او نورو حقونو درناوی د دغو غوښتنو په سر کې راځي.

طالب چارواکي بیا- بیا له نړیوالو غواړي چې د دوی رژیم په رسمیت وپېژني او د فقر ځپلي افغانستان لپاره ورسره مرسته وکړي، خو نړیوالو بیا- بیا طالبانو ته یاد شوي شرایط وړاندې کړي چې یوه زیاته برخه افغانان یې هم پلویتوب کوي.

7 COMMENTS

  1. یقیناً چی د ملا ندیم او ملا هیبت فقط یو نسل مخکی طالب او مُلا حتی د مکروفون کارَوَل د شریعت خلاف کړنه ګڼله خو نن ورځ ملا ندیم ددی سرو او ژیړو او تورو او زرغونو مکروفونونو د لیدو او کارَولو څخه داسی خوند اخلی لکه د نازک پُسه نازکی پخی خوټی چی ئی په ګوله کی پیچلی او خولی ته نیولی وی.

  2. وزیرجانه !
    که کار مو اهل کار یا د قرآن په ژبه امانات مو اهل ته یی وسپارل ؛ ټول مشکلات به الله متعال حل کړی ورنه ملا ستړی او ملت تباه .
    د غلام حضرت ورور ځینی لٙورِینی ما ته د سپین ږیرو وطنی ادبیات را یادوی خو څه وکړو ، وزیر صاحب هر څه به ورکړی خو چوکۍ ډیره خوږه او حتی قابل پرستش یی بولی ، نو ځکه د الله ج امر
    هم نه منی او نتیجه د کار دِ نا اهلانو به ظلم ، فسق او کفری عمل وی .

  3. ګرانه ش نديمه،
    هسې بهرنيان مه ملامتوه!
    دومره نقصان او خساره چې تا او هغه بل ش خالد حنفي او داسې نورو چې دين ومذهب ته ورسوله بل هېچا نه ده رسوله.
    او بيا که داسې وي، نو ښکاره خبره ده چې د واک کونجي دې له بل چا سره ده او دا حکومتي ماشين مو د پردې تر شا بل څوک چلوي، نو بيا خوشې د ازادۍ او خپلواکۍ نارې وهي، بلکې تاسې خو خپلواکي نه، بلکې بلواکي مو راوستې ده. بيا ولې ولسمشر غني ملامته بولئ؟
    زما سرزوری او سرتنبه نديمه،
    دا کوم ډول د سر زورۍ او سرتنبه ګۍ حکومت مو مخکې نيولي په دې ډول حکومتونه نه کيږي.
    حکومت يوازې د ملا حق نه دی. بل خپل ځای او دا نور خپل ځای.

  4. زما د طالبان نه بد نه رازی خو هر کس د شیطان ندیم د روکیدو یا مردار کیدو زیری راکری ، زه به ورته دیر لوی نقد انعام ورکرم. دی سوچ کافر و مرتد دی.

  5. ملا نديمه درواغ دي ورژيږه ملا دى ماته شه په داغټ سر بهرنيان پخپلو هيوادونو کې دښځو دحجاب سره ستونزه نه لرى افغانستان خوليرى خبره ده

  6. دخینزیر پرکټیه بهرنیان ستا دین او مذهب کی دومره لاس وهنه نه کوی لکه ستاسې خپله یې چی کوی د افغانستان نسلونه مسلمانان ول او مسلمان به وې او خپل ناموس به په اسلامی شرایطو سمبالوې او خو تا د خر ځوې خپل ناموس پنجابی ته ور خوشې کړې او ته په افغانستان کښی ناست یې د خپل مسلمان خور او ورور دې له زدکړو منع کړې او د ای اس ای په امر یې تورو تیارو ته ټیل وهی او خپله ښځه دی پنجابې ډاکتر غیې دا خبر چی مونږ کو مونږ او زمونږ له ادب او انسانیت سره په ټکر کښی دې ولی ستاسو د خینزیر زامنو سره باید په همدی لهجه خبری وشې ستاسو د انسانیت له لاری وتلی یاست او د انسان په خبرو نه پوهیږې او نه مو سر خلاصیږې دا سیستم چی تاسو روان کړې دا ټول د اسلامیت او انسانیت په زد دې پنځه فیصده هم د اسلام مبارک دین ته ورته ندې داسلام دین کښی له ټول مخ کښی د قلم په نوم ایت راغلی او ویل شوی دی جی علم زدکړی کامیابی او د اسلام دین ته خدمت په علم کښی ده نه له علم سره په دشمنی کښی همدا اوس دې د خپل پلار او مور نه پوښته وکړه که دوی صیح مسلمانان وی او داسلام مبارک دین له لس فیصده خبر وې بیا مونږ ستاه بنده ګی کو چون بی علمه دی اوټول عمر له غوا او خره سره تیر شوی ده خداوند واضع ویلی چی دنیوی او اخروی علم کسب کړی د یو با علمه سړی درجه دی بی علمه او متقی ملا نه لوړه ده په اخر کښې وایم چی لعنت دی پر ستا خینزیر شې .

  7. ملا نډیم او خرپټ هغه څه کوي چې نژدې سل کاله پخوا دیوید جونز مشهور په پیرکرم شاه کړي وو. د هغه کړنې نژدې څلوېښت کاله پخوا افشا شوې او لمسي یې د هغه لیکلي کتاب اوخاطرې چاپ کړې . خدای خبر چې د ملا خنځیر مشهور په ملا نډیم خاطرې به څوکاله وروسته چاپ شي ، او افغانان به ورته هک حیران شي چې دا لا څومره لوی اومشهور جاسوس وو. الله د خیر پېښ کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب