پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا پر طالبانو د فشار لپاره د تماس نړیوالې ډلې د جوړېدو...

امریکا پر طالبانو د فشار لپاره د تماس نړیوالې ډلې د جوړېدو غوښتنه وکړه

تاند (شنبه، د جدي دویمه) په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالتونو د سفیر مرستیال رابرټ ووډ غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم د « خراب مسیر» د بدلون لپاره دې پر دوی د فشار راوستو د تماس ډله جوړه شي.

د هغه په وینا، طالبان باید د افغانانو غوښتنې، بشري حقونو ته درناوی، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون او دغه راز بېوزلو ته د ډاډمنو مرستو د رسولو فرصت برابر کړي.

د هغه په وینا، د دې لپاره چې طالبان خپلو ژمنو ته پابند کړل شي، د افغانستان لپاره د تماس ډلې جوړول او د دې ډلې د ځانګړي استازي ټاکل اړین دي.

امریکایي استازي په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو ظاهراً له امریکا سره د دوحې د سولې تړون کې منلې وه چې افغانستان کې به د بین الافغاني مذاکراتو له لارې حکومت جوړیږي، د نجونو او ښځو د زده کړو او کار ټول حقونه به تامین او د بشري حقونو په ګډون به د ټولو افغانانو اساسي حقونه د درناوي وړ وي.

اوس طالب چارواکي له افراطي ملایانو خپل جوړ کړی رژیم ټول شموله، د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار او له خلکو د نورو زیاتو حقونو له سلبولو سره- سره د دوی ټول حقونه تامین او هم د افغانستان په اړه ټولې پرېکړې د ځان حق بولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د بل نړیوال استازي د ټاکلو مخالفت هم وکړ او ویې ویل چې د نورو بحثونو پر ځای باید دوی سره تعامل وشي.

وروستي انکشافات څرګندوي چې د طالبانو نه اصلاح کېدو د افغانانو ترڅنګ د نړیوالو او په سر کې یې دوی سره د سولې تړون د لاسلیک کوونکي( امریکا) حوصله ظاهراً کمه کړې.

نن د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم چې د خپلې ډلې د سخت دریځه مشر ملا هبت الله له تر ټولو نږدې کسانو ګڼل کیږي، په یوه وینا کې یو شمېر قاریانو ته ادعا کړې چې ګواکې د نړۍ ټول کفار او منافقان د دوی د رژیم خلاف سره یو شوي.

د طالبانو یو شمېر چارواکي چې په ښکاره ځانونه اصلاح غوښتونکي ښيي، په خپلو ویناوو کې تاییدوي چې د دوی افراطي دریځونه ورسره د ملت او نړیوالې ټولنې د نه تعامل اصلي دلیل دی، خو دوی هم په عمل کې د خپل رژیم د سمون لپاره ناتوانه او خاموشه ښکاري.

5 COMMENTS

  1. دا هسې غولخورګي ده چې دوی يې کوي چې راتلل څنګه پلمه يې ورته جوړه کړه او چې تلل څنګه ښه پلمه يې ورته جوړه کړله او ووتل. زموږ په سر معاملې خو تل امريکا له نورو سره کړي دي. اوس يې هم کوي او بيا به هم دا کوي.
    امريکا همدوی بيرته راوستل دا ځکه چې دا جګړه ورته نوره بې ارزښته وه او هغوی ته يوکراين اولويت درلود او چې د غزا پېښه وشوه، نو يوکراين يې هم پرځای پرېښووه او اوس ورته اسرائيل اولويت لري، نو طالبان يې ځکه راوستل چې هغه خپلې وسلې پرې وساتي. ښه يې وساتي او وړيا يې پرې وساتي.
    افغانستان يې په لوی لاس توررکوني پنجابي ته پرېښووه او موږ اوس له هماغه برتانوي استعمار په شان له پنجنابه د يو نارسمي تحت الحمايه په توګه ساتل کيږو چې نه طالبان خپلسري پرېږدي او نه په ټوله کې افغانستان پرمختګ ته پرېږدي. دا اوس هم د دوی استازي چې راځي له پنجابي سره ګوري او هم له عرب سره ګوري او موږ يې له خپلې چرګې بې برخې کړي يو. که موږ د خپلواک حيثيت درلودای، نو اړتيا نه وه چې موږ دې کله پنجاب او کله عربو دوحې ته ځو راځو او هغه هم د هدوی له لورې په چارت شوې الوتکه کې او هلته هم په هره غونډه کې پنجابی راسره ناست وي، نو موږ هېڅ حيثيت نه لرو.

  2. امریکا تر ډیره بریده لوبه کوي. او دا داسې خطرناکه لوبه ده چې موږ به وروسته ورباندې پوهیږو. زما په اند دا یو زرګري جنګ دی. خو له لویه سره نه طالبان د رسمیت پیژندلو په اړه فکر کوي او نه هم امریکا غواړې چې دوئ پر رسمیت وپیژني. ترڅو پورې چې طالبان د امریکا او پاکستان د ګټو خلاف کوم اقدام هم ونکړې، د فشار اچولو هڅه هم نه کوي. کنه دا څنګه بندیز دی ملا برادر ایران ته ځي او راځي پرون متقی ایران ته ورسیده. دا هسې خبرې دي. او طالبان هم په دې خبره ښه پوهیږي. په حقیقت کې امریکا اوس هم په رسمي ډول د دوحي پر تړون پښیمانه بریښي. ځکه د رسمي دولت تر چپه کیدو نا رسمي اداره په نوره نړۍ کې کم غبرګون لري. امریکا تر کلونو کلونو پورې ښايي په افغانستان کې د رسمي دولت له پاره هڅه ونکړې. خو په خوله به وايي.

  3. تف لعنت په امریکا تف لعنت په دغه د یهودو لعنتیانو په ځاله.دغه د بشریت دښمنه ولي خپل ځان او کړنې نه ګوري ؟ دغه د نړۍ قاتلان ولي د سیهونیستي سوډرانو په کړنو نیوکه نه کوي ؟ ایا هغه څوک سي ددغه بشریت او انسانیت ملاتړ کوي ورته د انسان نوم ورکولائ سو ؟ نه امریکا د لعنتي سیهونیستانو ته ووائي نه طالبانو ته ته . د طالبانو د کوڅې سپئ د امریکا تر ولي شرف لري مرګ او لعنت په امریکا او د هغې په پلویانو 😡🤮🐖

  4. په ‍‍‍‍‍پنجابی پاکستان کښی د غلیسی امریکا په ډالرو تربیه شوی قادیانی خیټوری خچنی ږیری ( مشهور تر طالبانو نام لاندی) د روسیی او چین سره د غلیسی امریکا په هدایت نږدی والۍ شروع کړۍ دی او د شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان د کالونو را پدی خوا د غلیسی امریکا په هدایت د چین سره ډیر نیږدی اړیکی محکم ساتلی دی بلی د ډالرو په واسطه غلیسه امریکا همیش خپل هدف ته ځان رسولۍ دی او دا چټل سیاست به دوام ولری !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب