جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد ناکامورا د پروژو د دوام لپاره افغانستان ته د یوه جاپاني...

د ناکامورا د پروژو د دوام لپاره افغانستان ته د یوه جاپاني انجینر سفر

تاند (شنبه، د جدي دویمه) یوې جاپاني رسنۍ خبر ورکړی چې د دغه هېواد یوه متقاعد انجینر نوریو اوا افغانستان ته د جاپاني الاصله افغان تیتسو ناکامورا د نېمګړو پاتې پروژو د دوام ورکولو لپاره سفر کړی.

د نوموړي او نظر کې نیولو پروګرامونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ناکامورا شاوخوا څلور کاله مخکې په جلال اباد کې ناڅرګندو وسله والو په ډزو وواژه.

هغه چې د افغانستان په ختیځ کې یې د اوبو د مدیریت بېلابېلې پروژې عملي کړې وې، په افغانستان کې خورا محبوب او په «کاکامراد» مشهور و.

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني نوموړي ته د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړی و.

د طالبانو مخالفانو هغه مهال د نوموړي د وژل کېدو پړه پر دغې ډلې واچوله او ادعا یې لرله چې طالبانو د پاکستان په اشاره هغه وژلی څو پاکستان ته د کونړ سېند د وړیا بهیدو مخه ونیسي.

د طالبانو له واک ته رسېدو سره، طالبانو هم د نوموړي کارونه وستایل او د پروژو پر دوام یې ټینګار وکړ.

معلومه نه ده چې نوریو اوا به د ناکامورا د پروژو د دوام مالي او نورې منابع له کومه کوي.

جاپان له هغو هېوادونو دی چې په افغانستان کې د واکمن رژیم له نه په رسمیت پېژندلو سره- سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان مرسته کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب