جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+جلالمتآب ولسمشر ته پرانیستی لیک

جلالمتآب ولسمشر ته پرانیستی لیک

عبدالباري جهاني

جلالتمآب ډاکټرصاحب محمداشرف غني سلامونه او احترامات مي ومنی.

محترمه. له افغانستان، په تېره بیا له هلمند څخه ربړونکي خبرونه اورم. په زرګونو خلک بې کوره سوي، په سل هاوو وژل سوي او ټپیان سوي دي. که څه هم چي د دې ښاري جنګ اصلي عامل به طالبان وي؛ ځکه چي هغوی جګړه ښارونو ته راوړې ده. خو خلک د بمباریو له لاسه کړیږي؛ چي هغه د حکومت او ښايی د امریکايي قواوو له خوا وي. ستاسي دلیل به دا وي چي طالبان له ملکي وګړو څخه د سپر کار اخلي او تاسي مجبوریاست چي بمباري ورباندي وکړی. خو پر خپلو ښارونو باندي د بمونو غورځول، کورونه، روغتونونه او مارکیټونه سوځول به د حل لاره نه وي.

زه پوهېږم چي ستاسي پر شاوخوا راګرځېدلي غوړه مالان به تاسي ته بشپړ رپوټ نه درکوي خو تاسي د خدای او ملت په خاطر یوځل، فقط د پنځو دقیقو لپاره، په فیسبوک کي د لښکرګاه ویډیو ګاني وګوری. آیا تاسي هغه ځوان لیدلی دی چي د خپلي مور او څلورو شهید سویو وروڼو سرته ناست دی؛ کور یې د بمباری په اثر ویجاړ سوی او ټوله کورنۍ یې له لاسه ورکړې ده؟ تاسي هغه بوډا ولیدی چي په بمباري کي یې کور نړېدلی، یو زوی یې وژل سوی او بل زوی یې په روغتون کي پروت دی؛ او په زخمي او په وینو لژند لاسونو تاسي ته ښراوي کوي؟

ولس ته طالبان مسوول نه دي. ولس تاسي ته رایه درکړې ده او حساب ستاسي څخه غواړي. د رايي د ترلاسه کولو په بدل کي، د اجتماعي قرارداد په اساس، تاسي د خپل ولس د سر، مال او ناموس د ساتلو مسوولیت لری.

جلالتمآب ډاکټرصاحب. تاسي باور وکړی چی د څه کم پنځوس کلن شناخت په اساس اوس هم راباندي ګران یاست او اوس هم بشپړ درناوی درته لرم. پرتاسي باندي مي ناکامي او بد نوم نه پېرزو کیږي. زما مږور پرون له کندهاره راغلې ده او هغه په زرګونو بې کوره سوي خلک یې لیدلي دي چي د کندهار له سوځوونکي لمر څخه د پناه کېدلو لپاره یو ټوکری نه لري. د کندهار تاجران به له دې بې وزلو کسانو سره تر څو پوري مرسته وکړي او آیا دا د تاجرانو په وس پوره ده چي د دې خلکو، چي پر سپین میدان ناست دي، احتیاجات پوره کړي؟ دا یوازي د یوه دولت او یا د ملګرو ملتونو په وس کي ده.

که ستاسي عسکر د طالبانو په مقابل کي مقاومت نه سي کولای او پرله پسې ولسوالی او حتی ښارونه ورخوشي کوي نو د دوی د بې غیرتی سزا باید اولسونه وویني؟ ستاسي، هغه له بوسو جوړ سوی، بې غیرته مارشال نه یوازي خپل ټول ولایت بلکه خپل ښار او خپل هغه شپږ پوړیز، د خلکو په وینو جوړ سوی، کور له ټولو وسلو، مهماتو، زغره لرونکو موټرونو، آسونو او حتی خپل شرمېدلي مارشالي یونیفورم سره وتښتېدی. نو د دې بې غیرته تښتېدلي مارشال د بې غیرتی سزا باید د جوزجان بې ګناه ولسونه وویني؟ تاسي د یوه اعلی سرقوماندان په حیث، پوهېږی چي د دوستم د دې بې غیرتی سزا، د نړۍ د هر ګوټ په  نظامي محکمه کي اعدام دی. که ده غیرت لرلای باید ځان یې وژلی وای.

ما په خپل تېرلیک کي، چي زه یقین نه لرم تاسي ته به رسېدلی وي، درته لیکلي وه چي دا د کاغذو زمریان دي زړه ورباندي ورځه. زه یقین نه لرم چي زما دا لیک به تاسي ته ورسیږي خو ما به خپل مسوولیت پوره کړی وي. محترم اولسمشر. پر خپل اولس باندي رحم وکړه. دغه ګړی په سل هاوو زرو انسانانو کورونه او هر څه له لاسه ورکړي دي او یوازي د حق متعال مرستي ته ناست دي. ستاسي د بمباریو له لاسه په زرهاوو کسان  وژل سوي او ټپیان دي. دا اولس کافي کړېدلی دی. تاسي پخپله څو څو ځله ویلي دي چي جنګ د حل لاره نه ده. زه وایم که جنګ درباندي تحمیل سوی وي نو لږ ترلږه له بمباریو څخه، چي زیان یې یوازي مظلومانو ته رسیږي، لاس واخلی. مه پرېږدی چي لاسونه مو د خپلو خلکو په وینو سره سي. والسلام.

ستاسي مخلص او زوړ یار جهاني.

5 COMMENTS

  1. د دی ټولو مسئول پاکستان دی نه افغانستان. تنها اوس نه بلکې دا شل کاله د هلمند، کندهار، زابل، پکتیا، نکګرهار، وردک او لوګر خلک په وینو کی لژند دی، سړکونه او شفاخانی یی نړیدلی، مهاجر او بی کوره شوی او ماشومان ، میندی او بوډاګان وژل شوی، یواځنی لار داده چی داسې طریقه ومومو چی پاکستان له جنکه مخ واړوی همدا اوس دلته بولدک کی ویل کیږی چی تراوسه ۱۷۴ نوی نزی هاموی پاکستان ته اړول شوی او هغوی لری سیمو ته روان کړی مزل یی دشپی له خوا وی شاید د سند عسکر کوټ ته یووړل شی. دا څلور ورځې د پاکستانیو په امر د چمن پر لار تګ راتګ بند و او سپین بولدک کی هیچا ته دګرځیدو اجازه نه وه دا ځکه چی وسلی او لوی عسکری موتر ایستل کیدل. دوه ځوانان طالبانو په دی خبره ووژل چی یو عکس یی اخیستی و. د بولدک شتمن ښار طالبانو لوټ کی او څه کم نه سوه تنه یی په دشت کی ویشتلی او د وینو رود یی بهولی دی دا کارونه پاکستان کړی افغان دولت ندی کړی زموژ ژغ ترچا نه رسی که تاسی له امریکی پر پاکستان ژغ وکی ښه به وی یو پرانیستی لیک باجوه ته ولیکه هغه ډیر ښه صوفی مسلمان دی ستا خبره منی

  2. “یو پرانیستی لیک باجوه ته ولیکه هغه ډیر ښه صوفی مسلمان دی ستا خبره منی”

    The long by gone era poetry poet is used to sending this kind of letters. Likely after establishing agency connection and prior to becoming minister of culture, Mr. Jahani had written the an open public letter asking President Ghani that he is ready to be appointed. Mr. Jahani had one condition indicating then that he will not be able to wait for two weeks to have meetings with the president. During entire time he was there, had a one six minutes one to one meeting.

  3. ولا سړی څه ووائی؛
    دا خو سیلاب او طوفان او آتش فشانی څپې او طاعون او صاعقه او زلزله او کوم بل طبیعی آفت نه دئ چی د حکومت د مبارزې چلند ئې د نقد او اعتراض وړ وی بلکه دا یوه لویه ملی فاجعه او د هیواد د مادی او معنوی شتمنیو د چور او چپاول په نیت یوه خطرناکه سیسټماټیکه پروژه ده کومه چی د خارجی ( یقیناً پاکستانی پوځ ښکاره او نورو قدرتونو پټ) لخوا ئې ملاتړ کیږی، په لیاره اچول سوېده ، ددې خطرناکی او وېرونوونکی لوبی د شنډولو او خنثی کولو په لیاره کی د عام وولس تلفات هم طبیعی او هم د سختی خواشینۍ او تأسف وړ خبره ده.
    موږ عوام ( زما په شمول ) خو د روانی دسیسې او توطئې په عُمق او څرنګوالی نه پوهیږو
    خو
    هغوی چی د پېښو او حوادثو د درک او حتی مدیریت مرکز ته نژدې مؤقعیت لری، عوام ئې د حقائقو د روښانه کولو څخه مغفول او لیری ساتلی دی.
    دا به نا ممکنه وی چی د نړیوالو مطرح قدرتونو له ملاتړ او رضائیت پرته یوه وحشی ( لویه ) ډله د یو حکومتی تشکیل او مجهز پوځ په وړاندی دومره چټک پر مختګ وکړای سی.
    د ملنګیانو او فقیرانو د خښم او اعتراض او زړه سوی چیغه به فقط دا وی:
    ” غربیان ټول استعمارګران او استثمارګران او چپاولګران او توطئه ګران دی، د خپلو پلیدو ګټو د خوندی ساتلو په پار به د مرتجع او قرون وسطائی حقانی او ملا عمر په خیرنه غاړه او غېږه کی د دوستۍ لاوسونه ونغاړی خو ( مثلاً ) د سیکولر او متمدن بشار اسد قذافی مخونه به په څاپېړو ور وپړسوی.
    امّا
    اخلاقی او روحی زیان خو د لیبرالیزم او نئولیبرالیزم او دموکراسۍ اجیرو او محلی مزدورو او نوکرو ميَنانو ته متوجه دئ کوم چی پر اوولس ئې د غم د اوښکو تویولو پر حقانیت د شک او تردید پرده غوَړېدلې ده، که د وولس پر حال اوښکی توی کړی نو نور آتشین او رښتینی شعارونه هم باید له خولې او کوتو را وباسی خو داسی ښکاری چی ددې کار جرئت نلری.

  4. سلام
    جهانی صاحب ! هدف له تبصرې کومه خودخواهی ،شخصی اعتراض ، ځان ښودنه او نورې منفی انګېزې هم نه دی . زه له سیاسب سره دومره علاقه هم نه لرم . زه تبصره کې قاطع یم چې یو شمېر مستعار نومې یې نه شی زغملی او کله ناکله ناببره نېښ وهی. جهانی صاحب ته داطلاعاتو وزیر وی. زما قاموس کې : یو پروفیسور ولو که یوه ورځ یې هم درس ورکړی وی، ولس مشر،وزیر،ریس ،وکیل ،سارنوال نه خو څارنوال ددولت ،مستقبل او زعامت په کچه خانګړی تعریف لری.داسمه ده چې ته یو اوچته شاعر یی. ستا اشعار جالب دی خو دخیام ژباړلی نه در سره منم.زموږ فرهنګ کې شخصی اړیکی ډېراغیزمن دی کرزی او احمدزی په همدې اړیکو دا اتل ملت خراب او تباه کړ. په ډیرو لیکنو کې ماتبصره کړې ده خو یوې ته هم تا اشاره نه ده کړې زه په نهم تولګی کې وم چې ما او تا په عامه کتابتون کې سره ولید.تاسې ته پته شته چې ارواښاد، دلوړ شخصیت خاوند ، دکلی او سیمی جنرال شاپور خان عادی افغان نه وه هغه چا وواژه همدغو برچمیانو چې نن غنی په ارګ کې دخبل قدرت لباره سره را غوڼد کړی ول او بیایې ورپېژنی.دقوم ،ملت،اوولس ژبه پوهېدل بشپړ ظرفیت او مهارت غواړی دچیغو ،انګو الا او هیاهو کار نه دی سړی باید له تاریځ څخه زده کړی داسمه ده چې غنی دده خپل دی خو حیف ددې مظلوم او شهید ولس.
    وایی مه کوه په ما چې وبه شی په تا : درشید موړه او دفهیم کډه کول ترکیې ته دا ښيې چې کوږ بار تر مزله نه رسیږی

  5. ” که د وولس پر حال اوښکی توی کړی نو نور آتشین او رښتینی شعارونه هم باید له خولې او کوتو را وباسی خو داسی ښکاری چی ددې کار جرئت نلری. ”

    No bounceable opportunist have ever able to do such. Now the poet is longing hard to become BaBa

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب