یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهدوحې ته د افغان چارواکو له تګ مخکې د یوناما مشرې له...

دوحې ته د افغان چارواکو له تګ مخکې د یوناما مشرې له ولسمشر غني سره وکتل

تاند (سه شنبه د اسد ۱۹مه) ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د روانې جګړې له امله د ملکیانو مرګ ژوبله اندېښمنوونکې وبلله.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مشرې تېر مازدیګر له ولسمشر غني سره په لیدنه کې وویل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید د سولې هڅې ډېرې او چټکې کړل شي.

د دیبورا لاینز په خبره د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل او پر ښارونو بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي او ملګري ملتونه ددې غوښتونکي دي چې ښکېل لوري دې د جګړو پر ځای پر سوله او مذاکراتو تمرکز ډېر کړي.

د ارګ د معلوماتو له مخې ولسمشر غني په دې لیدنه کې وویل چې سوله او د تاوتریخوالي کمول د حکومت لومړیتوب دی، خو افغان ځواکونه له خپلو خلکو او نظام د دفاع حق لري، نو ځکه طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي او د خبرو مېز ته حاضر شي.

ورته مهال په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي وروسته افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې په پاکستان باندې د بندیز لګولو لپاره یو لوی کمپاین پیل کړی دی.

افغانان په فېسبوک او ټویټر باندې (SanctionPakistan#) هشتګ کاروي چې تر دې له دوه سوه زره زیاتو کسانو کارولی دی.

د افغانستان حکومت او ډېر شمېر افغانان په دې باور دي چې پاکستان په خپلې خاورې کې طالبانو ته روزونه ورکوي، تجهیز کوي یې، افغانستان ته یې د جګړې لپاره استوي او مشران یې ساتي.

دوی وايي چې د افغانستان په جګړه کې د زخمي طالبانو درملنه هم د پاکستان په روغتونونو کې کیږي او مړي یې هم په یاد هېواد کې خاورو ته سپارل کېږي.

په پاکستان باندې د بندیز لګولو په دغه کمپاین کې افغان لوړپوړي چارواکي، مدني فعالان، ټولنیز فعالان، خبریالان، ورزشکاران او د ټولنیزو رسنیو نور کاروونکي شامل دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح، د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال او دفاع وزارت د ویاند روح‌الله احمدزي پورې زرګونه کسانو پر پاکستان د بندیزونو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې په پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل کړې ده.

دوی په دې هکله څه ‌دي ویلي چې پر پاکستان دې څه ډول بندیزونه ولګېږي او په دې اړه‌ یې جزئیات هم نه‌ دي ورکړي.

دا کمپاین له هغه وروسته پیل شو چې د افغانستان لپاره د کاناډا یو پخواني سفیر کرس الکساندر وویل که په افغانستان کې د جګړې ختمېدل غواړی، په پاکستان باندې باید بندیز ولګوي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت د (ceasefire#) (اوربند) هشتګ کاروي او له دواړو غاړو غواړي چې جګړه بنده کړي.

له دې سره هممهال د قطر پلازمېنه دوحه نن د افغانستان د سولې او امنیت په هکله د یوې لویې غونډې کوربه ده.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري تېره شپه لس بجې په دې غونډه کې د ګډون په موخه دوحې ته تللي دي.

دا غونډه چې د قطر په بلنه او د امریکا او ملګرو ملتونو په همکارۍ ترسره کېږي د افغانستان د سولې بهیر د همکارو هېوادونو استازي په کې برخه اخلي.

د سولې دا هڅې داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د جګړې ډګرونه تاوده دي او طالبان تېرو څو ورځو کې د لږ تر لږه شپږو ولایتونو مرکزونو ته ننوتلي دي.

د معلوماتو پر اساس په دې جګړو کې ډېر خلک وژل شوي او زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

1 COMMENT

  1. نړیوالی ټولنی او ملګری ملتونو تر اوسه په پاکستان سیاسی، اقتصادی فشار ندی راوستی همدا لامل ده چی پاکستان پدی ۴۵کلنه، ۲۵ کلنه او ۴۵ کلنه جګړه د جنګی ډلو هر ډول سیاسی، نظامی او مالی ملاتړ او مرسته کړی چی پدی باندی ټولنه نړی بالخصوص امریکا، برتانیه او جرمنی او نړیواله ټولنه، ملګری ملتونه او امریکا کانګریس او استخبارات ښه خبر دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب