پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونههرات چارواکي: وسله والو يو ديني عالم وژلى

هرات چارواکي: وسله والو يو ديني عالم وژلى

تاند(دوشنبه، اسد4) – د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو مفتي سمیع الله مهاجر په ډزو سره وواژه او له سيمې تښتېدلي دي.

مهاجر په هرات کې د “عین العلوم غیبتان هرات” دارلعلوم مسؤل و.

د هرات د حج او اوقافو رئیس عبدالخالق حقاني وویل، مفتي مهاجر تېره ورځ په انجيل ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو سره لومړى ټپي او تېره شپه د ژورو ټپونو له امله ومړ.

هغه زياتوي، په تېره څو مياشتو راهيسې په هرات کې پر ديني عالمانو تر پنځوسو ډېر بريدونه شوي چې حکومت يې تراوسه عاملین نه دي نيولي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم وسله والو په شمال کې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو دیني عالم وژلى و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...