شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت له خپلسرو ملېشو سره مخالفت څرګند کړ

افغان حکومت له خپلسرو ملېشو سره مخالفت څرګند کړ

تاند(دوشنبه، اسد4) – د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وايي، چې حکومت په هېواد کې د خپلسرو ملېشو پر خلاف دى او په ځينو سيمو کې ملېشو ناوړه کارونه کړي دي.

د چارو ادارې رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي وویل: “موږ د خپلسرې ملېشې خلاف یو، ځینې ولسي منسجم پاڅونونه چې د جمهوریت د دفاع په خاطر کېږي، غوره بېلګې یې په خوست، بادغیس او یو شمېر نورو سیمو کې لرو چې خلک خودجوشه راپاڅېدل او د جمهوریت بېرغ یې پورته کړ، موږ یې ځینې منفي بېلګې هم لرو چې په ځینو سیمو کې یې خپلسرۍ کړې، په کومو ځایونو کې چې خودجوشه ولسي پاڅونونه ګټور ثابت شوي موږ یې منظموو او د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې ځای ورکوو.”

ياده دې وي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې چې د وسله طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخيستى په ځينو سيمو کې ولسي وګړو د خپلو سیمو د دفاع په هدف وسلې پورته کړي دي.

دغه راز په ځينو سيمو کې بيا پخوانيو جهادي قومندانانو او په ملي شورا کې ځينو غړو هم د خپلو سیمو د دفاع په موخه ولسي وګړي مسلح کړي او عملاً يې په جګړو کې برخه اخیستې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب