شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې جګړې۲۲زره کورنۍ بې ځايه کړي

په کندهار کې جګړې۲۲زره کورنۍ بې ځايه کړي

تاند( دوشنبه اسد۴) د کندهار ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې په تېره يوه مياشت کې د جګړو له دوه ويشت زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.
ډير دغه بې ځايه شوي د سړکونو پر غاړو اوسېږو او د بې وزلو کورنيو دي.
د کندهار چارواکي وايي دغه کورنۍ ځکه بې ځايه شوي دي چې طالبانو يی له کورونو نه د مورچو په توګه کار اخېسته.
په کندهار کې د طالبانو لاسته د ځينو ولسواليو له لوېدو وروسته جګړه د ښار تر څنډو رارسېدلی ده.
له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د بهير په پېلدو سره طالبانو د کندهار په ګډون په ګڼو ولايتونو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.
د کندهار د والي مرستيال لالی دستګيري وايي چې د کندهار دغه سيمې د امنيتي ځواکونو په تېره بيا د پوليسو د ناغېړۍ له امله د طالبانو لاسته لوېدلې او جګړه د ښار تر څنډو رارسېدلې، خو زياته يې کړه چې دوی اوس د امنيتي ځواکونو د سمبالولو او چمتو کولو هڅې کوي.
د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس دوست محمد درياب د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د وروستيو جګړو له امله دغه دوه ويشت زره کورنۍ د کندهار له بيلابيلو سيمو بې ځايه شوي دي.
د کندهار يو اوسېدونکي حفيظ محمد اکبر وويل چې له خپلې مېنې تر راتښتېدو وروسته يې کور د طالبانو له لوري نيول شوی دی.
اکبر زياته کړه: هغوی موږ مجبور کړوچې کور پرېږدو اوس له خپلې شل کسيزې کورنۍ سره په يوې داسې چاردېوالۍ کې اوسېږو چې آن تشناب هم نه لري.»
د کندهار بل اوسيدونکي خان محمد چې يوه پنډغالي ته بې ځايه شوي وويل:که هغوی ريښتيا غواړي جګړه وکړي،دښتي ته دې ولاړ شي نه دا چې ښار وران کړي»
دغه بې ځايه شوي د جګړو زياتېدو ته اندېښمن دي او وايي که جګړه نوره زياته شي، همدا ځايونه به هم ورته سور تبخی شي.

1 COMMENT

  1. افغانانو ته پرته له تاوان اړولو بله څه لاس ته راوړنه ټالبان نلري، په کار ده چې دغه خوارج د ټولو افغانانو په واسطه له منځه یوړل شي، دوی د اسلام په نامه د اسلام د مقدس دین بدنامۍ ته لاس را بډ وهلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب