شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: د ننګرهار د مرمر ډبرو توليدات نړیوالو بازارونو ته صادرېږي

مسوولان: د ننګرهار د مرمر ډبرو توليدات نړیوالو بازارونو ته صادرېږي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۴) په ننګرهار کې د مرمرو د ډبرو ۱۶ فابريکې د مرمرينو توکو په توليد بوختې دي.

 مسوولان وایي، چې د یادو فابریکو تولیدات د هېواد سربېره د نړۍ نورو هېوادونو ايټاليا، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان هېوادونو ته هم لېږل کېږي.

مسوولان زیاتوي که اسانتیاوې برابرې شي، نو دوی کولی شي خپلو توليداتو ته په نورو اسيايي او اروپايي هېوادونو کې هم بازار پيدا کړي.

اوسمهال د ننګرهار د مرمرو د ډبرو فابريکو کې د کور د ډول او سينګار بېلابېل توکي جوړېږي، چې له ډلې يې د کور د ځمکې د فرش کولو سپينې ډبرې، ډبرين مېزونه او څوکۍ ډېر مشهور دي.

د سرچینې په خبره دغه ۱۶ فابريکې د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند سره رود دوه سرکې او د شيخ مصري صنعتي ښارګوټي په انګړ کې جوړې شوي او لږ تر لږه ۳۰ مليونه ډالر پانګونه پرې شوې ده.

دوی زیاتوي، چې دغه فابريکې هر کال لږ تر لږه ۳۰زره ټنه پورې ماربل او د مرمر ډبرې توليدوي، چې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته په کې په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب