یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمیرمناصلاحات او ملایان | لیکوال: ډاکتر مبارک علي

اصلاحات او ملایان | لیکوال: ډاکتر مبارک علي

ژباړن: اسدالله غضنفر

په هند کې به د مغولو د سلطنت په وروستيو وختونو کې ملایانو معمولا شکایت کاوه چې ښځې زیارتونو ته ډېرې ځي،  د پردې د پخواني دود پروا نه ساتي او د نامحرمو له نظره پټې نه دي.

 ملا صاحبانو په دې حالت اعتراضونه کول مګر هیڅوخت یې په هغو اجتماعي- کلتوري شرایطو غور نه کاوه چې ښځې یې د پردې نه رعایت کولو ته اړباسلې. ښځو ته چې د مال په سترګه کتل کېدل، په ټولنه کې یې حیثیت ټیټ و، د بندیانو غوندې په څلورو دیوالونو کې ایسارې وې او له کوره د باندې دنیا سره یې د رابطې امکانات نه وو،  له کوره د وتلو یوازینۍ پلمه همدا زیارتونو ته تګ و. زیارت ته تګ د دوی لپاره تفریح وه او دوی له دې فرصته پوره پوره استفاده کوله.

 میزرا حیات دهلوي په دې اړه د سترګو لیدلی حال بیان کړی دی. دی خواشینی  دی چې اشرافي ښځې هره ورځ زیارتونو ته ځي او په دې ډول لوچکان چانس مومي چې ویې ځوروي یا یې غلطې کړي. میرزا شکایت کوي چې دغه میرمنې مقبرو ته د تلو په وخت هیڅوخت د پردې خیال نه ساتي او له پردو کسانو سره په خبرو اترو بوختې وي. میرزا حیات د ښځو له چلنده ګیله من دی خو ځان ته یې هیڅکله تکلیف ورنه کړ چې د خپلې زمانې د ښځو په بدمرغیو ځان پوه کړي او هغو ربړو ته پام واړوي چې ښځو په څلورو دیوالونو او یوازیتوب کې ګاللې.

  له بلې خوا ریفورمیست  علما لکه اسماعیل شهید، د ښځو د حجاب غوښتنه کوي او ورسره غواړي چې ښځې دې په دې وپوهول شي چې له  خرافي رواجونو لکه د بزرګانو زیارتونو ته د نذرونو له وړلو او خدای ته د مړیو له واسطه ګرځولو لاس واخلي. خو په هغه څه چې اسماعیل شهید پوه نه شو دا و چې که د ښځو اجتماعي نقش بهتره نه شي ، د دغو رواجونو د ختمېدا تمه په ځای نه ده. څرنګه چې د ښځو د زده کړې او تعلیم لپاره هڅه نه کېده ،هغوی بې سواده، خرافاتي او د ټولنې له نظره د دویم درجه انسان په مرتبه کې پاتې شوې.

 دغه راز ، کله چې خلکو د علاج او درملنې  لپاره د بزرګانو لمن نیوله، یوازینۍ وجه یې دا وه چې د درملنې لپاره نه درمل و، نه روغتونونه او نه ډاکتران. په داسې حالت کې خوارانو پرته له دې چې یا د روغتیا لپاره په دم دعا پسې وګرځي ، یا مرګ وغواړي، بله لار په مخ کې نه لرله.

 ټولنه په وعظونو او  خلکو ته په خواستونو چې دا عادت پرېږدئ او هاغه رواج بس کړئ، نه بدلېږي، مګر دا چې د خلکو د ژوند مادي شرایط بدل شي. په هغه وخت کې د علماوو له تقاضاوو سره سره هغه رواجونه وغوړېدل چې دوی ته سم نه ښکارېدل. تغییر یوازې هغه وخت راغی چې په هند کې د انګریزانو د حکومت له جوړېدو وروسته نوې دواګانې راغلې او د کوَي( چیچک) غوندې لاعلاجه ناروغیو علاج ورباندې وشو. د کوَي د علاج له موندلو وروسته خلکو د دې ناروغۍ د درملنې لپاره د چوف و کوف و جنتر و منتر لمن پخپله پرېښوده.

 دا مثال راښیي چې په هره ټولنه کې د اصلاحاتو لپاره لومړی شرط دا دی چې خلک تعلیم یافته شي چې د مختلفو ناروغیو د علاج طریقې مطالعه کړي او نه یوازې د علاج طریقې کشف کړي، بلکې عامو خلکو ته یې هم ورسوي چې  ورسره د خلکو په اجتماعي- اقتصادي حالت کې بهتري راشي. یوازې په دغسې حالت کې د ټولنې اجتماعي- کلتوري تحول ته تمه لرلای شو.

 د خلکو په فکر او امکاناتو کې له  تحوله پرته، په وعظونو او د دوزخ له اوره په وېرولو باندې وګړي هغه لاره نه بدلوي چې ورباندې روان دي.

 د هند براعظمګي علما ونه توانېدل چې خپله ټولنه له خپلو غوښتنو سره سمه اصلاح کاندي. دوی د اجتماعي مشکلاتو  په جرړو باندې تحقیق ونه کړ. دوی به مسلمانانو ته یوازې دا خبره کوله چې دا رواجونه د هندوانو دي او د دوی رواج مه کوئ. بدمرغي دا ده چې ملایان تر اوسه پورې د اجتماعي نادودو د ختمولو لپاره د اجتماعي تحول په اهمیت باندې ټینګار نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب