چهارشنبه, مارچ 19, 2025
Homeخبرونههند له افغانستان سره مالي مرسته زیاته کړه

هند له افغانستان سره مالي مرسته زیاته کړه

تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۶مه】هند د نوي مالي کال په بودیجه کې افغانستان لپاره د مرستو تخصیص زیات کړی دی.

نړیوالو رسنیو ویلي،چې هند که څه هم د نوي مالي کال په بودیجه کې د بهرنیو مرستو په کچه کې د تېر کال پرتله کموالی راوړی، خو خپل ځینې ګاونډي هېوادونه یې نه دي هېر کړي، بلکې لا یې امتیاز زیات کړي.

بي بي سي اردو برخه په یوه راپور کې مالدیف او افغانستان د هند هغه ګاونډي هېوادونه یاد کړي، چې د ۲۰۲۵ مالي کال بودیجه ورته زیاته شوې ده.

د راپورونو پر اساس افغانستان لپاره په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کال کې دغه ځانګړې شوې مرسته ۲۰۰ کروړه هندي کلدارې چې له (شاوخوا ۲۴ میلیون امریکايي ډالرو) سره معادله وه، په بودیجه کې د بدلون له امله ۵۰ کروړه هندي کلدارو ته راټیټه شوه.

خو اوس یې بېرته ۱۰۰ کروړه کلدارې چې (شاوخوا ۱۲ میلیون ډالره) سره معادله ده لوړه کړې ده.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خلک یې له سختې بېوزلۍ سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.

2 COMMENTS

  1. د هند مرستې نو طالبان ولي مني، ور ردې دې کړې، په کشمیر کې په مسلمانانو څه حال دی او دوئ ورسره دوستي کوي.

  2. د هند یوه روپۍ د فکیستانیانو د زره چاودۍ عامل کیږي . هرڅومره چې هند له افغانستان سره ډېره مرسته وکړي ، د پنجابیانو مورال ضعیفه کیږي . هندوستان اوس د سیمې یو قدرت دی . د هند مسلمانانو او هندیانو له افغانستان سره تل خواخوږي کړېده او په نړیوال سیاست کې زمونږ خواته درېدلي دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان، افغانستان او په هندوستان، فارس او افغانستان کې د حکومت جوړولو لپاره د دوی هڅې

نصيب الله اڅکزی محمد حسن کاکړ یو نامتؤ افغان مؤرخ او لیکوال دى چي د افغانستان په تاريخ کې لوی استعداد لري. نوموړي دا كتاب...