تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۶مه】د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د بګرام هوایي اډه دا مهال د دوی په واک کې ده.
مجاهد پر خپله اېکس پاڼه په یوه سپېس پروګرام کې د امریکا له لوري د بګرام اډې بیا نیول یو خوب او خیال بللی دی.
نوموړي زیاته کړې، د اشغال له وخته پاتې وسلې او تجهیزات غنیمت دي او هیچا ته به بیرته ورنه کړل شي.
د نوموړي په خبره که څوک د وسلو غوښتنه وکړي پر همدې وسلو به ځواب ورکړل شي.
مجاهد داسې مهال دا غبرګون ښیي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ادعا وکړه، چې د بګرام اډه د چین په واک کې ده.
د طالبانو حکومت د ټرمپ ادعا په کلکه رد کړه او زیاته یې کړه، چې بګرام د افغانانو ده او هیڅکله به چاته د دې واک ور نه کړل شي.
مجاهده،
ته خپله ښه پوهېږې چې تاسې د چا ګومارلي ياست او چا ګومالري ياست؟
هغه چا چې تاسې شل کاله وساتلئ هغه خو د همدوی استخدام شوې اردو ده. کورونه مو چېرته دي؟ اولادونه مو چېرته سبقونه وايی؟
دا چې څه وخت او څنګه مو وغواړي له پښو وغورځوي، نو هغه چلونه هم ټول دوی ته ورځي.
مشهور متل دی :
غريب او بېوسه مه وژنه، بلکې اذوقه يعنې پيسې پرې بندې کړه خپله له پښو غورځي او مرګ ته نژدې کيږي.
موږ ټول پوهيږو چې ستا د خپل پلار ونېکه دومره شخصي ځمکه او شتمني چېرته وه چې تا پرې دا شل کاله جنګ وکړ؟ او شل کاله دې د چا خوړله. موږ خو د ايران او نورو په شان تېل هم نه لرو چې تر يو وخته پورې پرې وپاييږو.
پوهه، اسباب، تېکنالوژي، پيسې هم ښه شی دی، خو تاسې خو مکتبونه هم بند کړي دي چې نجونې پرې زده کړې وکړي او ټولنه وپوهوي. هغه خو هم تاسې څنډې ته کړي دي. يوه عجيبه شانتې مخلوق ياست.
هلته د هيرا منډي په خوا کې پراته واست وړانده واست او هغه مو نه ليدله چې اوس دلته شريعت پلی کوي؟