تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۶مه】پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې که د افغان کډوالو د بیا مېشت کېدنې بهیر په کوربه هیوادونو کې چټک نشي، نو دغه کسان به د پاکستان له خاورې څخه وباسي.
د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلون وروسته، ګڼ شمیر افغانانو پاکستان ته پناه وړې او ډېری یې د امریکا د بیا مېشت کېدنې پروګرام له لارې تایید شول.
خو تېره میاشت د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کډوالو د قبلولو پروګرام وځنډوه او اوس شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې بې برخلیکه پاتې دي.
پاکستان او ایران دوه هغه هېوادونه دي، چې افغان کډوال پکې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
تازه په تهران کې د طالبانو د حکومت سفیر او د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو مشر د افغان کډوالو د ستونزو او حللارو په اړه خبرې کړې دي.
ایران د طالبانو سفیر په خپله ایکس پانه لیکلي، چې د دغه سفارت سرپرست، فضل محمد حقاني او د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو د مرکز مشر او د وزیر سلاکار، نادریار احمدي ترمنځ په دې تړاو خبرې “مفصلې او ګټورې” وې.