Homeخبرونهایران او پاکستان د ناقانو کډوالو د مخنیوي په اړه خبرې کړي

ایران او پاکستان د ناقانو کډوالو د مخنیوي په اړه خبرې کړي

تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۶مه】د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د پاکستان بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې، آمنه بلوچ سره وکتل او خبرې یې وکړې.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغه کتنه کې د پولو امنیت، د نشه یي توکو قاچاق او ناقانونه کډوالۍ مسایل، چې د ایران او پاکستان لپاره ګډې اندېښنې دي، وڅېړل شول.

دواړو لوریو دغه راز د سیمې د حالاتو په اړه، په ځانګړي ډول د افغانستان، غزې، سوریې او لبنان په اړه نظرونه تبادله کړل.

د خبرپاڼې له مخې، آمنه بلوچ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو د وزیرانو د مرستیالانو په غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی دی.

د یادو هېوادونو ناسته په داسې مهال کېږي، چې دواړه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په حیث د زرګونه افغان کډوالو کوربانه دي، خو دوی له افغان کډوالو سره تر ټولو بد چلند کوي.

افغانان تمه لري، چې دواړه هېوادونه به د ګاونډیتوب اصل ته په پام کډوالو سره له ناسم چلنده ډډه وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...