صیام پسرلی
لومړنۍ حلقه: د سیمې هېوادونه وو:
د سیمې په هېوادونو کې شپږ ګاونډي هېوادونه (پاکستان، ایران، چین، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان)، او اته نور لکه روسیه، هند، قزاقستان، قرغیزستان، آذربایجان، متحده عربي امارت، سعودي عربستان او د ترکیي هېوادونه شامل وو.
دوهمه حلقه: اسلامي نړۍ
د ولسمشر کرزي د بهرني سیاست دوهمه حلقه اسلامي نړۍ وه، چې تر ډېره له اسلامي هېوادونو سره پر اړیکو، همکاریو، علمي او فرهنګي موضوعاتو، د سوليې پروسه، سوداګرۍ، د مذاهبو نژدېوالی او په ټوله کې د اسلامي هېوادونو تر منځ پیاوړي اړیکي جوړول وو.
دریمه حلقه: نړیواله ټولنه ( نړیوالې همکارۍ)
په دغه حلقه کې امریکا، د ناټو غړي هېوادونه، استرالیا، جاپان، د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوال پراختیایي بانک، د پیسو نړیوال صندوق او نور شامل وه…
د غني بهرني سیاست:
د ولسمشر اشرف غني بهرنيی سیاست بیا په پنځو حلقو د افغانستان د بهرني سیاست د جامع سند تر نامه لاندې لیکل شوی دی. دغه پنځه ګوني وېش تر ډېره د بسټیزو او بشري سرچینو، عامه ډيپلوماسۍ، اقتصادي پراختیا، امنیتي، فرهنګي او روزنیزو چارو کې د اساسي اصلاحاتو، له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د مناسباتو د ټینګولو او د متحدو هېوادونو د بهرني سیاستونو سره مطابقت، سیمه ییزې همکارۍ، د اتباعو او کډوالو دحقونو څخه دفاع په بر کې نیسي.
لومړی حلقه: د افغانستان ګاونډیان
بې له چین هېواد څخه نور ټول پنځه ګاونډي هېوادونه لکه پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان شامل دي.
دوهمه حلقه: اسلامي نړۍ ده
درېمه حلقه: قدرتمند او پیاوړي هېوادونه لکه (د امریکا متحده ایالات، ځیني اروپایي هېوادونه، روسیه، چین، استرالیا، کاناډا او جاپان) شامل دي.
څلورمه حلقه: اسیایي هېوادونو ته ځانګړی شوې ده
پنځمه حلقه: نړیوال سازمانونه او ټولنې دي
د غني بهرنۍ سیاست په څلورو مهمو ستنو ولاړ و، چې په لاندې ډول دي.
لومړي ستنه: پراختیا او بیا رغونه
دوهمه ستنه: د امنیت ټینګښت
دریمه ستنه: په بین المللي چارپیریال کې د افغانستان د ځای معلومول او ساتل.
څلورمه ستنه: د افغانستان د خلکو پرمختګ، ازادي، او د سولي ټینګښت دي
ولسمشر غني د خپل بهرنۍ سیاست په دوام هڅه وکړه چې لاندې اقدامات ترسره کړي.
اول: د پاکستان سره زموږ اړیکي:
ولسمشر اشرف غني د حکومت د جوړیدو سره سم خپل لومړني بهرني سفرونه له سعودي عربستان او چین څخه چې یو یې په اسلامي نړۍ او بل یې د سیمې په کچه له پیاوړو هېوادونو څخه دي، پیل کړ تر څو د دغو هېوادونو په واسطه په پاکستان فشار وارد کړي چې د افغانستان سره ښه اړیکي ولري. ولسمشر غني له پاکستان سره د اړیکو د پياوړي کېدو په هڅه کې حتی له هندوستان سره اړیکي بې ساري سړې کړې. ولې کومه نتیجه یې ور نه کړه غني هم مجبور شو چې خپل لوری تغیر کړي. ولسمشر غني هڅه وکړه، چې په اقتصادي، سیاسي، سوداګریزو او ترانزیتي چارو کې افغانستان د پاکستان له متکي کېدا څخه وژغوري. نه یوازې دا، بلکې څو مختلفې نورې لارې یې هم پېدا کړي.
دوهم: د ترکمنستان سره د افغانستان ښه اړیکي:
ترکمنستان هغه هېواد و، چې د پخواني حکومت تر پایه پورې افغانستان ته د دښمن په سترګه کتل، نه یې غوښتل چې له موږ سره ښه اړیکي ولري، حتی افغانانو ته یې د ویزي د ورکړي په برخه کې ستونزي جوړولي، خو غني هڅه وکړه څو د ترکمنستان هېواد سره ښه دیپلوماتیکي او سیاسي اړیکي پیل کړي او ترکمنستان هېواد دې ته حاضر شو، چې د اقیني – اتاه مراد د اوسپني پټلۍ وغزوي او د افغانستان سره ښه اړیکي ولري.
دریم: ازبکستان سره زموږ اړیکي:
په تېرو شلو کلنو کې ازبکستان د پاکستان څخه وروسته دوهم هېواد و، چې د ترانزیت په برخه کې موږ ته ستونزې جوړولې، موږ نه شوه کولای چې په اسانۍ سره خپل ممیز او نور تولیدات د دې هېواد په واسطه روسیې او نورو هېوادونو ته صادر کړو، خو د غني حکومت وکولای شو، چې ازبکستان وهڅوي تر څو له موږ سره ښه سوداګریز او ترانزیتي اړیکي ولري. په پایله کې موږ د دغه هېواد سره د امنیت، پانګوني، زراعت، صحت او سوداګرۍ په برخو کې دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړ. نه یوازې دا بلکې موږ ددې هېواد په واسطه مستقیماً له چین هېواد سره د اوسپنې د پټلۍ په واسطه هم نښول شو.
څلورم: د هند سره اړیکي:
کله چې پاکستان څو ځلي د تورخم او سپین بولدک بندرونه زموږ پر مخ وتړل، افغان حکومت وکولای شوه، چې د هوا له لارې د سوداګریزو توکو انتقال د هند او دوبی سره پېل کړي، دا نوښت د افغانستان په تاریخ کې بې مخینه وو، ولې موږ ته ډېر قیمت تمامیده. سیاست د منافعو شخړه ده، کله کله دا هم ډېر موثر تمامېږي چې د دښمن دښمن سره دوستي وشي.
پنځم: د ایران سره د اوبو له ډپلوماسی څخه کار اخېستل:
له ډېر وخت وروسته افغان حکومت وکولای شو، چې د ایران پر وړاندې د اوبو له ډپلوماسۍ څخه کار واخلي. اېران غوښتل چې پخپل خاوره کې د افغان کډوالو سره بد چلند وکړي او د خپلې خاورې څخه یې وباسي، خو د افغان حکومت له جدي ډپلوماتیک غبرګون سره مخ کېده او په پایله کې اېران دې ته مجبور شو، چې خپل سیاست د افغان ګډوالو پر وړاندې تغیر کړي. د همدغې ډپلوماسيۍ په نتیجه کې افغانستان، اېران او هند وکولای شوه، چې د چابهار دري اړخیز تړون لاسلیک کړي او ښه سوداګریزي اړیکي پېل کړي. چابهار لا ډېر کار ته اړتیا لري.
شپږم: له لوړو قدرتونو سره اړیکي:
د غني حکومت وکولای شو چې تر یو حده د لوړو قدرتونو سره ښه اړیکي جوړې کړي او تر ډېره په دغه برخه کې بریالی هم و.
په اوسنۍ نړۍ کې د متحدینو لرل یو ضروري امر دی، ولسمشر غني په پیل کې وکولای شو، چې خپل اړیکي له امریکا، انګلستان، اروپایی هېوادونو، روسیی او چین سره بیرته ورغوي او په سېمه او نړۍ کې خپل متحدین پیدا کړي ولی وروسته د امریکي سره یې سیاسي اړیکي ترینګلی شو.
نړیوال سازمانونه او ټولنې:
د ملي وحدت حکومت د بهرنۍ پالیسي په پنځمه کړۍ کې د وارسا، بروکسل، نړیوال سوداګریز سازمان، شانګهای او سارک سازمانونو شامل و او په دغه غونډو کې د افغان چارواکو ګډون او په کور دننه د ریکا شپږم او سام غونډو جوړول د افغانستان د امنیت او اقتصاد محوره بهرنیو سیاستونو عمده بیلګې دي.
ولسمشر غني وکولای شو، چې د وارسا په غونډه کې افغانستان ته پنځه ملیارده ډالره او د بروکسل په کنفرانس کې د نړیوالو د پاملرنې تر څنګ ۱۵.۲ ملیارده ډالره هېواد ته راوړي.
موږ داسې نور مثالونه هم لرو لکه د سلما بند، ټاپي او کاسا زر پروژو پرانېستل او نور یادولای شو.
په ټوله کې د ولسمشر غني بهرني سیاست ښه تدوین شوی ولی د عمل پر ډګر کې بیا ستونزې درلود. موږ د کور دننه له جدي سیاسي، قومي، سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخ و نو ځکه د غني بهرنۍ سیاست په عمل کې ډېر موثریت نه درلود. دا باید ووایم، چې د راتلوونکي حکومتونو لپاره ښه لارښود دی.
په پای کې باید دا ووایم، چې ولسمشر غني احساساتی او خودخوا انسان و، په امنیتي او نظامي برخو کې یې معلومات کم و، شاوخوا یې مفسدین تاو و او مسلکي فساد لپاره یې زمینه برابره کړه همدارنګه په ورستیو کې داسې یې کسان په لوړو موقفونو کې وګمارل چې هېواد یې له بهران سره مخ کړ. دا باید ووایم، چې ډېر هڅه یې وکړه، څو د افغانستان په تاریخ کې ښه نوم ځانته جوړ کړي او د افغانستان د ابادۍ اتل ووسي ولی له بده مرغه هسې ونه شو.
باید ډېر هوښېار واوسو
درنښت
سلام
دواړه دیوه اخور کوټی دی بیلکل غنی احساساتی ، ګواښن او خودخوا او کر بیاډیر مکرجن او لافوک . دواړه ګوډاګی ول زه ددوی په سیاست هیڅ باور نه لرم .
سلامونه،
دواړه په نظامي لحاظ نه پوهیدل، واګی یی دیوې ولسوالۍ هر بز او بزغاله ته پری ایښې وې چې په پای کی یی دی هم پریښوده.
په سیاسټ کی یی هم دواړه بی تجربی ول. غنی له اول نه غټه سهوه وکړه چې ع.سره یی ۵۰ څه چې ۸۰په سلو کې دولت تقسیم کړ ؛ او مسټر جان کیری د دواړو لاسونه پورته کړل او بل وار پامپیو..
د پوکسټیڼ ستونِ پنجم چې په بر او لر کې هر پسات کاوه سترګی پری پټیدی لکه راکټونه، ازغن تار …
خبری ډیری دی؛ ولس یی بدی پایلی ګالی.. د ورځی به ۲۰۰ انسانان قتل کیدل(تر ټولو لویه ګناه!!)…