Homeخبرونهد ایران د باندنیو چارو وزیر وايي، په هیواد کې یې په...

د ایران د باندنیو چارو وزیر وايي، په هیواد کې یې په ناحقه له طالبانو د ویرې خپرولو هڅه کېږي

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۶ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په ایران کې بې مورده د “طالبوفوبیا (له طالبانو ویره) د خپرولو هڅې کېږي.

د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون ویاند، د عباس عراقچي له قوله ویلي: «په هېواد کې له روسیې، چین او طالبانو د ویرې خپرولو یو جریان شته.» .

ابراهیم رضایي زیاته کړه چې عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ د ملي امنیت کمیسیون غونډې ته د افغانستان او قطر د سفر راپور ورکړ.

عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ، د دلوې په ۷مه، د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ.

دا له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، افغانستان ته د ایراني د بهرنیو چارو د یوه وزیر لومړی سفر و.

عراقچي د دې سفر په ترڅ کې د طالبانو د ادارې له جګپوړو چارواکو سره ولیدل.

رضایي وویل چې عراقچي له طالب چارواکو سره د اوبو د حق، کډوالو، د پولو د امنیت، د شیعه اقلیت د امنیت، مخدرو موادو، د فارسي ژبې، د داعش د فعالیتونو او له افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې.

که څه هم د ایران اسلامي جمهوریت د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نژدې اړیکې لري.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ایران د افغانستان تر ټولو په ستر سوداګري شریک بدل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...