تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۶ مه) د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی، متحده عربي اماراتو ته جلاوطنه شوی دی.
د ستانکزي د جلاوطنه کېدو په اړه مخکې هم یو شمېر هغو رسنیو چې د طالبانو په اړه هر راز اوازې خپروي، راپورونه خپاره کړي وو، خو دا لومړی ځل دی چې څو نړیوالې رسنۍ په دې اړه راپور خپروي.
ستانکزی وروسته له هغه د هیواد پرېښودو ته اړ شو چې د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه یې د خپل حکومت پر پالیسۍ نیوکې وکړې.
د راپور له مخې، ستانکزی له زیات سیاسي فشار او امنیتي ګواښونو سره مخامخ شو.
د طالبانو مشرتابه تر اوسه د هغه د وتلو خبر رسماً تأیید کړی نه دی.
ستانکزي له ځايي رسنیو سره تایید کړه چې دوبۍ ته تللی، او له هیواده د وتلو دلیل یې روغتیایي ستونزې دي.
که دا خبر تأیید شي، د طالبانو د سخت دریځو او معتدلو غړو ترمنځ به د ژورېدونکي اختلاف نښه وي.
ستانکزي د جنورۍ په ۲۰مه، په خوست ولایت کې د فراغت یوې غونډې ته په وینا کې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو بندیز وغانده.
هغه په ښکاره وویل: “د دې لپاره هېڅ بهانه نشته – نه اوس او نه هم په راتلونکي کې.”
هغه زیاته کړه: “موږ له ۲۰ میلیون خلکو سره ناحقه چلند کوو.”
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري نه یوازې د نجونو د زده کړو په ننګه څرګندونې وکړې بلکې په دې اړه د خبرو په ترڅ کې ژړا ورغله.
ده د روانې سلواغې یا دلوې په اتمه په خوست ولایت کې د نجونو په یوه مدرسه کې د وینا په مهال په ژړغوني غږ وویل:
“که د نجونو زده کړې فرض او سنت نه وي، مباح دي، خدای دې موږ ته هدایت وکړي، دیني علوم چې ازاد دي باید عصري علوم هم ازاد شي.”
په وروستیو کې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د زیاتېدو په اړه اوازې ډېرې شوي دي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا موضوع کوچنۍ وبلله، ویې ویل چې داخلي اختلافات د دوی ترمنځ د شخړې معنا نه لري.